
د یمن په اړه مذاکراتو لپاره د ایران وزیر خارجه پاکستان ته ځې
نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، وري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د ایران وزیر خارجه چې په دې وروستیو کې د امریکایانو سره په مذاکراتو کې ځان بریالی بولي، نن د چهار شنبې په ورځ پاکستان ته ځي، تر څو هلته د یمن د جګړې په اړه د پاکستاني لوري سره بحث وکړي.
د رسنیو په قول د ایران وزیر خارجه د سفر د ایجنډا مهم ټکي به همدا وي چې پاکستان د یمن د جګړې څخه لیري وساتي، او هغوي د سعودي په ملاتړ په جګړه کې د ښکېلېدو څخه را وګرځوي.
باید وویل شي چې د تیري میلادي میاشتي مارچ په اواخرو کې سعودي په یمن کې د شرعي حکومت د ملاتړ په خاطر عملیات پيل کړي، چې تر اوسه دوام لري، او د پاکستان څخه یې غوښتنه کړې چې د سعودي سره په ایتلاف کې شامل شي، او سعودي ته خپل پوځونه، الوتکي او جنګي مشاورین ولیږدوي، تر څو په یمن کې د حوثیانو په خلاف جګړه کې برخه واخلي.
د کتونکو په نظر که څه هم پاکستان د سعودي څخه د دفاع خپل کلک هوډ تکرار کړی، خو د یمن په جګړه کې د ښکېلېدا څخه ځان ژغوري، او سعودي د غوښتنو په اړه یې خبره پارلمان او سیاسي بحث ته اچولې هم په دې خاطر ده، چې له یوه اړخه د سعودي د غوښتنو جواب وځنډول شي او له بله اړخه که چیري پریکړه منفي راځي، نو سعودي ته د عوامي مخالفت او سیاسي مخالفت بهانه وکړای شي.
حوثیان چې شیعه مذهبه دي، د ایران ملاتړ تر شا لري، او همداسي په پاکستان کې زیات شمېر شیعه تنظیمونه د ایران په ملاتړ سیاسي او ترهګریز فعالیت کوي چې هر وخت یې ایران د پاکستان په خلاف کارولی شي.
ایران په ورته وخت کې د پاکستان سره اوږده پوله لري چیري چې بلوچ قومي ملیشې د پاکستان په ضد فعالیتونه کوي، او د پاکستان پوځي تنصیبات، او هدفونه په نښه کوي، او د استقلال جګړه پر مخ بیايي، چې د څیړونکو به نظر ایران هر وخت کولای شي په پاکستان کې خپل ددغو ورقو څخه استفاده وکړي.
په اقتصادي لحاظ هم پاکستان او ایران یو بل ته ډیر احتیاج لري، پاکستان چې د ایران تیلو، ګاز او برق ته ډیره اړتیا لري، په ایران د امریکا له خوا د اقتصادي بندیزونو له کبله یې تر اوسه نه شوای کولای چې د ایران سره په دې اړه تړونونه او موافقتنامې لاسلیک کړي، خو اوس چې ایران د نړیوال طاقتونو سره تړون ته نیژدې ده، ددې امکان پیدا شوی، چې د ایران څخه اقتصادي بندیزونه پورته شي، او پاکستان خپل د انرژې بحران د ایران له لاري حل کړي.