ټکنالوژي

روسي هیکران د سپيني ماڼۍ کمپیوټرونو ته ننوتلي – سي ان ان

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د روسیې هیکران توانیدلې چې د امریکا د ولسمشریزي ماڼۍ کمپیوټرونو ته لاس رسۍ پيدا کړې.

د امریکا مشهور تلویزوني چېنل سي ان ان نن د چهارشنبې په وځ په یوه خبر کې وویل چې تیره ورځ د روسیې هیکران وتوانېدل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کمپیوټرونو ته ننوزي، او بیا د هغوی له لاري د سپيني ماڼۍ کمپیوټرونو ته ننوتلي، او په دې توګه یې د ولسمشر باراک اوباما د راتلونکو پلانونو په اړه ځینو معلوماتو ته لاس رسی موندلی.

بل خوا د سپیني ماڼۍ تابع د امریکا د ملي امنیت ادارې ویاند مارک سترو ویلي چې د سي ان ان خبر هیڅ واقعیت نه لري، بلکې سي ان ان یو کلنی زوړ خبر اوس نشر کړی، په کوم کې چې خپله سپینی ماڼۍ اعلان کړی وو، او ویلي وه چې ددوی ځیني داسی کمپيوټرونو باندي بریدونه شوي کوم چې اصلا سري معلومات نه لري.

بل خوا د سي ان ان خبر وویل چې هیکران توانېدلي داسي معلومات تر لاسه کړي کوم چې په اصل کې سري نه دي، البته کیدای شي ځیني حساسیتونه ولري، خو زیاته کړې چې ددې بریدونو د مخنیوي په خاطر سپيني ماڼي چټک ګامونه پورته کړي.

باید وویل شي چې تیره ورځ په واشنګټن کې د سپيني ماڼۍ، کانګریس، بهرنیو چارو وزارت، او د عدلیې وزارت په شمول د ځینو مهمو ودانیو برقونه تللي وه، او دغه ادارې مجبوره شوي وې چې د احتیاطي جنراتورانو څخه کار واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x