دیني، سیرت او تاریخ

دلور زیری

 

Muslim Womanځیني  خلک له اسلام څخه دناخبرې او ځیني نور له اسلام سره دعناد او دښمني له امله په اسلام او قرانکریم نیوکې کوې دانیوکي په مختلفو برخو کې وي او په ځانګړې توګه د ښځو دحقوقو په موضوع کې بیخې زیاتي وي
یوه ورځ مې دالنحل سورت اوریدی نو دي ایتونو ته یوڅه تم شوم غواړم دلته یې ژباړه او په اړه یې څو خبرې له خپلو مسلمانانو وروڼو سره شریکي کړم موږ ددي ایتونو ټولیز اسلوب   ته باید یوڅه توجه وکړو چې داموضوع لوی څښتن څه ډول او په کوم اسلوب سره بیان کړي ده

لومړۍ دالنحل سورت دا دوه ایتونه او ژباړه یې :
وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ 58 يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ أَلاَ سَاء مَا يَحْكُمُونَ
ژباړه :
حال دا چې كوم يوه ته يې د لور زيرۍ وشي، مخ يې تك تور واوړي او له غوسې ډك وي (58) دهغه ناكاره خبر له امله چې ده اوريدلى، خلكو نه پټ ګرځي چې (خپله لور يې) له شرم سره سره وساتي او كه په خاوره كې يې ومنډي، ګورئ! څومره ناوړه حكم دى چې دوى يې (د الله په هكله) كوي (59)

دلته لوی  څښتن دجاهلیت دپیر دسړیو حال په ډیره ښایسته توګه بیان کړی دی هغه مهال لور شرم او دپوزي پریکیدل بلل کیده اوکه به په یوه پلار دلور زیری  وشو نو له غم اوغوسې به یې مخ تک تور وخوټیدی  لوی څښتن ددي پلار دوه حالته بیان کړې دي یو یې دغوسې حالت او هغه به دومره زیاته وه چې له خلکو به یې ځان پټاوی چې هسې نه څوک یې وویني اوبل یې دنوې زیږیدلې لور په باره کې شکمن دریځ بیانوې ، هغه به دوه زړی و چې اوس څه وکړې ایا له دي شرم سره چې دی دلور پلار وګرځیدی خپله لور له ځانه سره وساتي او که یې په خاورو ومنډې ؟!
دلته  مهمه خبره داده چې الله جل جلاله په یوه کور کې دلور پیدا کیدل نیکمرغي او دخوشالي خبره بولې ځکه په دي ایتونو کې د لور دپیدا کیدلو خبردوه ځایه  په (بُشِّرَ ) سره تعبیر شوې ده او په عربي ژبه کې (بشارة )زیرې ته وایې او دبدي خبر ته (انذار) وایې ، اود ایت له سیاق او چلند نه داسې معلومیږې چې لوی څښتن په داډول خلکو پورې طنز اوسخریه کوې ځکه په هغوی باندي په حقیقت کې دخوشالی خبره بده لګیږې  او دا خبره دایت له دې جملي (مِن سُوءِ مَا  بُشِّرَ بِهِ) څخه ښه روښانه ده یعني دښو زیری پرې شوی دی خو دی دا ښه بد بولې او له خلکو ځان پټوې !!
او ددي ایت په پای کې قرانکریم وایې : أَلاَ سَاء مَا يَحْكُمُونَ  د دوی داډول حکمونه کول ډیر بد کار دی .
قرانکریم په یوه کورکې دلورزیږیدل دخوښي اوخوشالي خبر بولي او څوک چې دلور په زیري خپه اوغوسه کیږې هغه خلک یې غلط او سپک بللې دي  ، داسلام ددي سپیڅلې  سرچینې (قرانکریم)  له دي دوو ایتونو څخه دا خبره په ډیره ښکاره او واضحه توګه سره معلومیږې چې اسلام او قران میرمن څومره درنه او نیکمرغه بولې  اودمیرمنو په خلاف کرکه او غوسه یې په څومره  بلیغ انداز غندلي او ترټلې ده !
خو له دي سره بیا هم ځینې بي انصافه خلک دمیرمنوپه اړه داسلام دریځ  ناسم تعبیروي !!
که موږ خپل چاپیریال ته ځېرشو نو دلته هم خبره معکوسه او الټه ده زموږ خلکو (دزوی زیری ) متل ګرځولی دی یعني د ډیري خوشالي خبره د زوی زیری بولې په یوچا چې ښه زیری وکړل شي هغه په ځواب کې ورته وایې دزوی زیری دي شه .
او له بده مرغه دلورزیری بدبولي ، دلته لور سپیره او خواره برخه بلل کیږې اوداسې نور .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x