افغانستان

شکريه بارکزۍ د ټاکنيزو اصلاحاتو د کميسيون له مشرۍ ګوښه کړای شوه

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، وري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت د اول مشر اشرف غني له خوا د ټاکنيزو اصلاحاتو د کميسيون رياست لپاره نومول شوې شکريه بارکزۍ له خپلې دندې ګوښه کړای شوه.

د اجراييه رياست مسؤولين وايي، چې د ګډ حکومت د مشرانو په مشوره د پارلمان وکيله شکريه بارکزۍ د ټاکنيزو اصلاحاتو د کميسيون له مشرۍ ګوښه کړای شوه.

د اجراييه رياست فرهنګي سلاکار فاضل سنچارکي رسنيو ته وويل، چې تېره شپه د ګډ حکومت دواړو مشرانو له اوږدو سلامشورو وروسته پرېکړه وکړه، چې شکريه بارکزۍ دې له خپلې دندې لرې شي.

سنچارکي زياته کړه، د ګډ حکومت دواړو مشرانو پرېکړه کړې، چې د ټاکنيزو اصلاحاتو د کميسيون رياست او دفاع وزارت لپاره به نوي کسان په ګډه معرفي کوي.

د ګډ حکومت اول مشر د ټاکنيزو اصلاحاتو د کميسيون رياست لپاره د ولسي جرګې وکيله شکريه بارکزۍ ټاکلې وه، مګر اجراييه رياست د اشرف غني له نومونې سره سخت اختلاف وښود او ټينګار يې کاو، چې د شکريې بارکزۍ ټاکنه د قانون خلاف او مشورې پرته شوې او دوی ته د منلو وړ نه ده.

د اجراييه رياست فرهنګي سلاکار رسنيو ته وويل، چې د ټاکنيزو اصلاحاتو د کميسيون مشرۍ لپاره به د ګډ حکومت دواړه مشران په ګډه وړ مشر ټاکي.

باید وویل شي چې دواړه مشران د ګډ حکومت له پيله د وزیرانو او نورو چارواکو په نومونې کې د سختو اختلافونو ښکار دي، او د دواړو لورو تر منځ دغه اختلاف بهرني سیاست ته هم هغه وخت سرایت وکړ، کله چې ډاکتر عبد الله په ښکاره توګه د ډاکټر اشرف غني په هغه اعلامیه کلکه نیوکه وکړه، چې نوموړي د حوثیانو په خلاف د سعودي عربستان په مشرۍ د لسګوني ايتلاف ملاتړ اعلان کړی و او عبدالله ټينګار کړی و، چې له ټولو اړخونو سره له سلا مشورې وروسته بايد دغسې موقف ونيول شي.

ځينو باوري سرچينو د اجراييه رياست د مسؤولينو له قوله ويلي، چې د سعودي عربستان د ملاتړ په غونډه کې ډاکټر عبدالله خواشينی شو، غونډه يې پرېښوده او وروسته يې رسنيو سره هم په دې اړه هېڅ ونه ويل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x