نړۍ

په ریاض کې دوه پولیس وژل شوي دي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، وري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي رسمي خبري اژانس د ریاض د پولیسو په حواله خبر ورکړی چې نن د چهار شنبې په ورځ مهال دوه تنه پولیس د نا معلومو وسلوالو په ډزو ووژل شول.

د تفصیلاتو سره سم د پلازمیني ریاض د پولیسو ویاند ویلي: تیره شپه د سعودي په وخت یوه نیمه بجه د پولیسو د ګزمې موټر هغه وخت د نامعلومو وسلوالو له خوا تر برید لاندي راغی، کله چې هغوی د ریاض ښار په ختیځ کې په ګزمه بوخت وه، چې په ترڅ کې دوه عسکر هر یو ثامر عمران المطیري او عبد المحسن خلف المطیري ووژل شول.

د بریدګرو په اړه تر اوسه معلومات نشته، خو پولیسو ویلي چې هغوی په یو نامعلوم موټر کې سپاره وه، او په تیښته بریالي شوي دي.
ویل کیږي چې تیره میاشت هم دوه پولیس په ورته پيښه کې ټپيان شوي وه.

باید وویل شي چې پر یمن د سعودي په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د بمباریو وروسته دا دوهمه پيښه ده چې پولیسو باندي ډزي کیږي، درې ورځي وړاندي هم د سعودي په ختیځ ښارګوټي العوامیه کې چیري چې د شیعه ګانو اکثریت دی، پر پولیسو ډزي شوي وي، چې په ترڅ کې یو عسکر مړ او بل ټپي شوی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx