نړۍ

د امریکا وزیر دفاع: القاعده په یمن کې پر مخ روان دي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، وري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا نوي ټاکل شوي وزیر دفاع اشتون کارتر ویلي چې په یمن کې د جګړو او ګډوډیو څخه په استفادې القاعده ډله پر مخ روانه ده، او پر ځمکه یې کنترول تر پخوا زیات شوی.

نوموړی چې دا وخت د جاپان په سفر دی، په پلازمینه ټوکیو کې رسنیو ته وویل چې په یمن کې د مرکزي حکومت د کمزورۍ څخه په استفادې حوثیانو له یوه اړخه نفوذ پیدا کړ، او له بله اړخه د القاعده ډله هم وتوانېدل چې ددې فرصت څخه په استفادې خپل قوت او نفوذ پراخ کړي.

وموړي وویل چې امریکا په یمن کې د «تنظیم القاعده في جزیرة العرب» د نفوذ د پراخېدو په اړه پریشانه ده، کوم چې د خپلو سیمه ایزو اهدافو تر څنګ غواړي پر امریکا هم بریدونه پلان کړي.

نوموړي د القاعده پرمختګونو ته په اشاره سره وویل: مونږ یې وینو چې هغوی پر ځمکه باندي مخ په وړاندي روان دي، او د نفوذ ساحه یې پراخیږي.

نوموړي وویل په داسي حال کې چې مونږ د القاعده تنظیم ترصد کوو، پر هغوی باندي اوس هم د بې پلوټه الوتکو بریدونه کوو

او زیاته یې کړه، د یو واحد او مرکزي حکومت په وجود کې د القاعده او تروریزم په خلاف جګړه اسانه وي، کوم چې اوس په یمن کې نشته ، خو مونږ به بیا هم خپله هڅه کوو، او د ځان حمایت به کوو.

نوموړي همداراز وویل چې دوی به د سعودي سره استخباراتي معلومات شریکه وي، تر څو په یمن کې خپل عملیات په ښه توګه تر سره کړي، او زیاته یې کړه چې په دې اړه یې تیره ورځ د سعودي د وزیردفاع سره خبري اتري کړي.

نوموړی په درې ورځني سفر جاپان ته تللی او هلته به د جاپاني وزیر دفاع ګین ناتاکاني سره د منځني ختیځ او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x