نړۍ

ناټو: په ننګرهار کې یو امریکايي عسکر مړ او دوه نور ټپیان شول

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، وري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): ناټو وايي چې د ننګرهار په نني برید کې ددوی یو امریکايي عسکر مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.

خو نن ټکي اسیا ته نیژدو سرچینو د دې تر مخه ویلي وه چې د یوه افغاني عسکر په ډزو باندي څلور امریکايي عسکر مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې وه چې دا پيښه هغه وخت را منځته شوه کله چې د معمول سره سم نن د چهار شنبې په ورځ امریکايي چارواکي د ولایتي مسؤولینو سره د ننګرهار په قصر کې په غونډه بوخت وه.

د سرچيني په وینا د ډزو په تبادله کې افغان عسکر هم ووژل شو، او یو بل ټپي شو.

د پيښي په تړاو رسنیو ته په یوه لیږل شوي پیغام کې ناټو وویل چې په نني برید کې یو امریکايي عسکر مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.

که څه هم بهرنۍ رسنۍ وايي چې برید وروسته تر هغه را منځته شو کله چې د امریکا د سفارت استازي د ننګرهار ولایتي مقام ته ورغلل، خو د امریکا سفارت په خپل یوه پیغام کې ویلي چې د پيښي په وخت سفیر په کابل کې وو.

د پيښي په اړه د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد یوې امریکايي رسنۍ ته ویلي چې پيښه هغه وخت را منځته شوه کله چې امریکايي چارواکي له ولایته ووتل.

د رویترز خبري اژانس په وینا درې سره امریکایان ټپيان شوي وه، خو یوه یې وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ.

باید وویل شي چې په روان کال ۲۰۱۵ کې دا دوهمه داسي پيښه ده، چې په کې افغان عسکر پر امریکایانو باندي مخامخ ډزي کوي، او هغوی ته مرګ ژوبله اړوي.

دغه بریدونو ته چې امریکایان ګرین ان بلو (زرغونه پر آبي) بریدونه وايي، ددې تر مخه هم امریکایان او افغاني عسکر سره بې باوري کړې وه، او بهرنیانو ته یې تل درنه مرګ ژوبله اړولې، او د امریکا جګپوړي چارواکي او پوځي جنرالان په کي وژل شوي دي.

د روان کال د لومړۍ میاشتي جنوري په اواخرو کې هم درې امریکايي عسکر د یوه افغان عسکر په ډزو وژل شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عماد الدین پژمان

مګر نن آسیا هم تر آزادۍ او تاند کمه نه ده ، حزب اسلامی توری په اړه هیڅ نه وایی ، معنی دا چی دوی ته هم تعصب تر اسلام مخکی دی ،، خدای دې درته هدایت وکړي .

غوربندی

پژمان صيب
تاسو ته سلام او احترام

زما له نظره لوستونکي نباید د دی غازي او شهيد له نفوذ سره علاقه ولري مگر دا چی د تنظیم پرستی په بیماری مبتلا يي.

دا غازي کله هم د حزب سلامي نفوذي نشي کيداي چونکه د حزب نفوذ په دسته جمعي توگه سياسي او د معامله گری تسليمي وه چی په بدل کی اشرف غني خپلي پلاستيکي خصيي ورته لاس کی ونيولي او له شرمساری بغیر بل دستاورد نلري.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx