
د واده رواجونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې
هند: د هند په جنوبي مناطقو کې ناوې خپل مېړه په ډیرې سختې طریقې باندې امتحانوي، هغه داسې چې له مېړه سره ځنګل ته اوزي، بیا اور بلوي او د مېړه لوڅه ملا پرې داغي، که آه او فریاد یې وکړ نو ښځه له واده څخه انکار کوي او که ساکت پاتې شو نو دا د هغه د نارینتوب نښه بولي او واده ورسره کوي.
اندونیزیا:
د واده په ورځ ناوې پر ځمکه پل نه ږدي، له همدې کبله یې پلار په اوږو سپروي او د زوم کور ته یې، که هر څومره لرې هم وي، په اوږو سپره وړي.
د ګرینلانډ جزیره: مېړه د واده په شپه د ناوې کور ته ورځي، ناوې ته د سر په ویښتانو کې دواړه موټي ښخ کړي او بیا یې تر کوره پورې په کشولو راورسوي.
چین: د چین په ځینو سیمو کې داسې رواج دی چې هلک او نجلۍ له وداه وړاندې یو تر بله نه ګوري، بلکې هلک په اټکلي توګه د نجلۍ کور ته خواستګاري لیږي، د نجلۍ کورنۍ نجلۍ د ناوې په کجاوه (ډولۍ) کې کښینوي او دروازه ورپسې قلف کړي، بیا یې له سیمې بهر په یوه بېدیا کې کښیږدي او د ډولۍ کیلي هلک ته ورکړي، هلک د ډولۍ دروازه خلاصوي که یې نجلۍ خوښه شوه له ځان سره یې کور ته بیايي او که نه نو د ډولۍ کیلي بیرته د نجلۍ مور او پلار ته ورسپاري.
اندونیزیا: د اندونیزیا په جاوا جزیره کې هلک او نجلۍ ته تر هغه پورې د واده اجازه نه شي تر لاسه کولی تر څو هلک او نجلۍ د ۲۵ موږکانو لکۍ پیدا کړي. د دې شرط لامل دا ښودل شوی چې په نوموړې جزیره کې د موږکانو زیاتوالي د وريژو فصلونه له ګواښ سره مخ کړي.
مالايا: د اسیا په جنوب ختیځه د مالایا شبه جزیره کې چې کله یو سړی له یوې نجلۍ سره واده کول وغواړي، د هغې کور ته ورځي او پوره دوه کاله ورسره په کور کې اوسیږي، خو نجلۍ ته به نه ورنږدې کیږي او نه به لاس وروړي، که په دغه دوه کلن امتحان کې کامیاب شو نو نجلۍ ورسره د واده موافقه کوي، او که نه نو بې ادبه او بد اخلاقه ګڼل کیږي او سمدستي له کوره شړل کیږي.
بورما: د بورمایانو د رواج له مخې د واده محفل ته یو سپین ږیری سړی راننوزي او ناوې راچپه کړي او په زور پرې غوږونه سوري کوي، ناوې که هرڅومره چیغې او فریاد وکړي څوک یې مرستې ته نه رادانګي، بلکې څومره چې ناوې د غوږونو له درده فریاد کوي هومره د محفل ګډونوال ډول او دریا ته کش ورکوي.
افریقا: د افریقا په جوبیس قبیله کې داسې رواج دی چې ناوې د واده په شپه خپله ژبه په ستن سورۍ کوي، تر څو له ډیرو خبرو ولویږي او میړه په ډیرو خبرو پازاب نه کړي.
تبت: د چین په تبت کې د نجلۍ مور او پلار نجلۍ یوې دنګې ونې ته خیژوي او هلته یې کښینوي، تر ونې لاندې د نجلۍ د کورنۍ غړي او خپلوان کوتکونه او سوټي په لاس ولاړ وي، هغه ځوان چې له نجلۍ سره واده غواړي، د ډانګونو او کوتکونو د ګوزارونو په مینځ کې به ونې ته خیژي، نجلۍ به راکوزوي او د کوتکو په مینځ کې به دواړه له سیمې څخه پښې سپکوي، که هلک د لرګیو او کوتکونو ګوزارونو ته ځان ټینګ کړي او نجلۍ له سیمې وباسي، نو نجلۍ د هغه په نصیب شوه او د عمر تر پایه به ګډ ژوند کوي.
بحرالکاهل: د بحرالکاهل «نیجریتو» قبیله د واده لپاره تر ټولو اسانه رواج لري، هغه داسې چې ناوې او مېړه د کلي ملک ته ورځي، ملک د ناوې او هلک سرونه په یو او بل لاس کې ونیسي او بیا یې پخپلو کې سره وجنګوي، کله چې د ناوې او هلک سرونه وجنګیدل، بویه چې د دواړو نکاح وتړل شوه.