ورزش

د فیفا په مرسته د افغانستان د فوټبال لپاره درې ودانۍ جوړي شوې

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، وري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د فوټبال فیډریشن د فیفا په مرسته په کابل کې خپل د ادارې لپاره درې ودانۍ جوړي کړي، چې په هغه کې د افغانستان د فوټبال فیډریشن مرکزي دفتر، یو د فوټسال میدان او یو هم د ساحلي فوټبال میدان دی، چې د درې سوه نندارچیانو لپاره د ناستي چوکی لري.

د فوټسال لوبه د فوټبال لوبي ته ورته لوبه ده، خو د معمول په توګه د فوټبال په لوی میدان کې نه تر سره کیږي، بلکي د ودانۍ دننه په وړوکې ښوی میدان تر سره کیږي، چیري چې ګولونه وړوکی وي، او د هغو لوبغاړو شمېر چې په یوه وخت لوبه کوي، پنځه تنه وي.

په کابل کې ددغه لوبي ۴۰۰ ثبت لوبډلي شته، چې د فیفا په وینا به اوس په خوندي ځای کې د لوبي فرصت ولري.

د فیفا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی ددې درو پروژو لپاره یو ملیون، یو لک او دوه اویا زره درې سوه پنځه اویا ډالره (۱،۱۷۲،۳۷۵) مصرف کړی.

د افغانستان فوټبال فیډریشن چې په مختصره توګه ورته AFF ویل کیږي، د فیفا له خوا ددې مرستي مننه کړې، او مشر یې کریم کرام الدین ویلي: مونږ د فیفا څخه مننه کوو، چې د افغانستان د فټبال سره مرسته کوي، او مونږ ته دا موقع راکوي چې د افغانستان په سرتاسرۍ کې فعالیت وکړو، او د فټبال لپاره زیربنائي جوړه کړو. مونږ چې په تیرو درو کلونو کې په فوټبال کې څومره پرمختګ کړی، که چیري د فیفا مرسته نه وای، نو دا به ممکنه نه وای.

باید وویل شي چې د افغانستان فوټبال ټیم او ادراه د کرکیټ د ادارې تر څنګ یو له هغو ورزشي ادارو څخه ده چې په تیره لنډه موده کې ډیر پرمختګ کړی، او د افغانستان د ولسي ملاتړ څخه برخمن ورزش دی.
افغانستان په ۲۰۱۳ کې د جنوبي ایشیا ملکونو په سطحه نړیوال سیالي چې په هغه کې د هند، نیپال او پاکستان په څیر هیوادونو سیالي کول، وګټل او ددغه هیوادونو په سطحه یې لومړی مقام خپل کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x