نړۍ

القاعده د حوثي او صالح په سر ۴۰ کیلو سره زر انعام اعلان کړ – ویډیو

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، وري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): په یمن کې د القاعده تنظیم اعلان وکړ چې دوی به هر هغه کس ته انعام ورکوي، څوک چې د شیعه ملیشو حوثیانو مشر عبد الملک الحوثي او د یمن پخوانی ولسمشر علي عبد الله صالح وژني.

د القاعده له خوا په اعلان شوي بیان کې ویل شوي چې دوی د علي عبد الله صالح او عبد الملک الحوثي هر یوه په سر باندي شل کیلو سره زر ایښي، که هر چا قتل کړل، یا یې بندیان کړل، هغه ته به دغه مقدار سره زر ورکول کیږي.

باید وویل شي چې نن د امریکا وزیر دفاع اشتون کارتر په جاپان کې وویل چې په یمن کې د مرکزي حکومت د کمزورې کیدو وروسته د القاعده ډله مخ په وړاندي روانه ده.

داپه داسي حال کې چې قریب یوه اونۍ مخکې د القاعده جنګیالي په یمن کې وتوانېدل چې د حضرموت ولایت د المکلا ښار ونیسي، او د هغه له بندي خانې څخه یې د خپلو مشرانو په شمول درې سوه کسان را خوشي کړل.

https://www.youtube.com/watch?v=1qpljknEPPY

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x