څېړونکی، لیکوال او شاعر اجمل ښکلی

ښه متکلم!

دادمحمد ناوک
یادونه: دا لیکنه د اجمل ښکلي په ویاړ ناسته کې لوستل شوې ده.
په ادبي ناستو کې ډېر وخت له هغه خبرې کوونکي نه څوک نه په تنګېږي، چې د ځان  د ستاینې یا ځان لوړ ښودولو پر ځای په موضوع د مخاطب پوی کول یا هم موضوع ور رسول غواړي، څه وخت وړاندې مې پخپل کلي کې له خپل استاده اوريدلي و، چې ښه وینا کوونکی هغه څوک دی چې پخپلو خبرو او لیکنو کې «جمع متکلم» صیغه ډېره کاروي، په دې ډول سره مقابل لوری داسې نه احساسوي چې ور ته غږېدونکی شخص تر ده لوړ دی یا د لوړتوب ثبوت پرې کوي.

ماته د دې غونډې لپاره د استاد اجمل ښکلي د اثارو دځانګړنو په اړه موضوع راکړل شوې وه، پورته لنډه مقدمه د همدې لپاره وه چې د استاد په اثارو کې چې ما يې  سبکپوهه، څو انتخابه او د کره کتنې اړوند لیکلی اثر، لوستي دي، تر ډېرو ښه ځانګړنه يې دا په ډاګه کولای شو، چې استاد مقابل لوري ته د موضوع په ور رسولو کې له داسې لارې کار اخلي چې سړی د کوم تحقیقي اثر د لوستو پر ځای داسې فکرکوي لکه کوم  ملګری چې ورته مخامخ غږېږي، د استاد په څو انتخابه کې لولو: «له محصلینو مې ډېر اورېدلي، چې لومړی خو موضوع پیدا کولی نه شي، چې بیا يې پیدا کړي، پیلولی يې نه شي او چې پیل يې کړي سمه يې شنلی نه شي او لیکوالي خو څه ګولۍ دي نه، چې سړي ته يې ورکړې او چې سهار راپاڅي، لیکوال ترې جوړ وي. لیکوالي تش تمرین دی، د فکر تمرین، د لیکلو تمرین. که پر موضوع او ژباړه دې فکر کاوه، مطالعه دې کوله او د ژبې په کارونه پوه وې؛ نو په شه چې لیکوال يې.»
«څو انتخابه؛ ۵مخ»

د استاد هغه اثار چې ما لوستي ټول يې ادبي دي، د ادبي اثارو په اړه د نظر ورکولو اړوند څېړندوی محمد صدیق روهي په ادبي څېړنه کې د سارتر له نظره لیکي: «ادبي اثر یوازې په هغه صورت کې سم ارزیابي کېدلی شي چې د چاپیریال او کولتور په غېږ کې د ننه مطالعه شي او د یوې ځانګړنې مجردې پدیدې په نظر ورته ونه کتل شي. هر ابدي اثر د پېچلیو ټولنیزو او کولتوري عواملو محصول دي.» دې نظر ته په کتو د استاد مثلاً څو انتخابه یو تحقیقي ادبي اثر دی، خو د تحقیق لپاره ټاکل شوي ارونو نه دا هم دی چې محقق باید د نورو په نظرونو پسې وګرځي، پر هغوی تبصره وکړي او بیا د خپل نوي اثر اړتیا تشریح کړي او له نورو سره يې پر بدلون هم وغږېږي، خو استاد په دې کتاب کې دا ډول تحقیق نه دی کړی، هغه پخپل ذهن کې پخپلو تجربو پسې ګرځېدلی، پخوانی او اوس ور پېښې تجربې يې سره رانغاړلې دي او دا کتاب يې ترې جوړ کړی دی، که څه هم په دې کتاب کې د نورو لکه استاد غضنفر،ګریبشتاین او نورو بهرنیو او کورنیو عالمانو نظرونه را خیستل شوي خو داسې را اخیستل شوي لکه څوک چې يې په خبرو کې یادوي، نه په یوه لیکنه کې؛ ځکه چې دغه کتاب هیڅ ماخذ نه لري، یوازې د «تکرار» ترسرلیک لاندې مضون کې په یادونه کې ذکر شوی چې دا خبرې يې د ډاکټرتقي وحیدیان کامیار او له خپله نظره سره رانغښتلو موږ ته وړاندې کړې دي.

د استاد د اثارو پر نورو ځانګړونو سربېره ښه ځانګړنه دا هم ګڼل کېدای شي چې هغوی خپلې تجربې او خپل فکر لوستونکو سره شریکوي، یوه ورځ مې په افغان ادبي بهیر کې د استاد غضنفر له خولې د پاسکال په حواله واورېدل، چې که کوم لیکوال څه لیکي نو داسې دي نه وايي چې زه لیکم، بلکې وايي دي چې موږ لیکو یا وایو، ځکه چې هیڅوک هم په پوره توګه بشپړې خپلې خبرې نه لري دغه اوس چې تاسې زما خبرې اورئ د ډېرو هغو خبرو مجموعه ده چې ما اورېدلې اولوستلې دي، نو د استاد خپلې تجربې یا فکر له هغه تجربې او فکر څخه عبارت دی چې دوی د مطالعې، مشاهدې او ژوند تېرولو په اوږدو کې له ځان سره خوندي کړی دی. دوی پخپله د «اړتیا» تر سرلیک لاندې په مضمون کې هم زما د مقدمې خبره «جمع متکلم» په نظر کې نیولې او هم يې د استاد غضنفر له خولې د پاسکال خبره، دوی لیکي: «زموږ زیاتره لیکنې پر راټولو شویو معلوماتو ولاړې وي او موخه يې لوستونکي ته د معلوماتو ورکړه وي، خو یو لیکوال هم یو خو د معلوماتو پر دقت شک نه کوي. بل د معلوماتو عملي ګټې ته نه ګوري چې شته که نه ، ګنې په تشو معلوماتو به لوستونکی څه وکړي.»

خو پورته اخیستنې او د کتاب په لوستو کې زما د استاد یو بلې ځانګړنې ته پام شو، له ځانګړنې مې موخه داده چې د استاد په لیکنو کې په شکلي یا مانیز لحاظ هغه څه چې ما د خپلې مطالعې په دوران کې د نورو لیکوالو په لیکنو کې یا کم یا هیڅ نه وي لیدلي، ځانګړنه ښايي مثبته وي او ممکن منفي؛ زما په نظرپه لیکنو کې د استاد ښکلي داسې انداز لکه خبرې چې کوي، کله کله يې مانیز اړخ د عادي خبري انداز په خاطر تاواني کېږي. مثلاً د پورته را اخیستې برخې په پای کې «….ګنې په تشو معلوماتو به لوستونکی څه وکړي.» ښايي لیکوال خپل استدلال ولري خو هر لوستونکی په تېره هغه لوستونکی چې دغه کتاب د زده کړې په موخه لولي او پخپله د کوم کره نظر خاوند نه وي، ښايي د دوی استدلال درک نه کړای شي، خو دلته د «تشو معلوماتو» ترکیب د دې جملې مانا ته تاوان رسولی، معلومات هیڅ کله هم تش – پوچ – یا بې ګټې نه شي بلل کېدلی، د منطقیانو له نظره د مجهولاتو په اړه پوهه ترلاسه کوه معلومات دي، او دا معلومات که نور هر څومره « تش » وبلل شي، بیا هم «ډک» ځکه بلل کېدای شي چې ستاپخوانی «مجهولانه نظر» يې معلوماتي اړخ ته مات کړ.

د پورته دعوې لپاره یو بل مثال د « څو انتخابه » له «ادبي او غیر ادبي» مضمون د سر له خبرو را اخلو استاد لیکي: «ادب بس ژبه ده، د ژبې هنر دی او هره خبره، که د طب، فلسفې، ارواپوهنې، تصوف، ریاضي او… په اړه وي، رانغاړلای شي؛ خو چې په يې ادبي وي او ادبي ارزښت ولري.» دلته څو ډوله تبصرې شوې دي، لومړی په کلي او مطلق ډول حکم شوی چې ادب بس ژبه ده، خو وروسته وايي چې د ژبې هنر دی، او وورسته د ژبې ټول تولید چې ادبي ارزښت ولري ادب بلل شوی. په ورته توګه د مقالې په سرکې د را اخیتسل شوې برخه کې لولو: «لیکوالي تش تمرین دی، د فکر تمرین، د لیکلو تمرین.»

د استاد په په دې اثر کې دوی له خپله نظره تعریفونه وړاندې کړي، نظرونه يې وړاندې کړي خو د خپل تعریف او نظر پر ضد چې تر دوی وړاندې چا څه ویلي و، دومره پرې نه دی تم شوی، خو په لیکنه کې د خپل تعریف او نظر لپاره قانع کوونکي دلایل لري او ځیرک لوستونکی قانع کولای شي.

ځیرک لوستونکی، ښايي یوه بل جنجالي ترکیب وي، خو زما په نظر څومره چې پر لیکوال تبصره کېږي هغومره دي مقابل لوری هم و ارزول شي، ځکه خو زه هغه څوک ځيرک لوستونکی بولم چې یو کتاب په دې تمه ونه لولي چې هره خبره يې د کاڼي کرښه ده؛ د انسان لپاره نیمګړتیا یوه اړتیا ده، که نیمګړتیا ونه لري بشپړتیا يې شکمنه کېږي.

په پای کې به د استاد د اثارو دا ځانګړنه هم یاده کړم، چې دوی پر خپل کتاب د خبرو حق راکړی دی، د څو انتخابه په سلم مخ کې د «سریزه نه لیکم» مضمون په پای کې لیکي: «نو که څوک پر اثر نقد یا لیکنه کوي، نو هغه د کتاب تر چاپ وروسته هم کولی شي او تر چاپ وروسته د اثر ارزښت په اسانه معلومېږي.»

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د