افغانستان

ګرجستان افغانستان کې خپل پوځي ماموريت ته ادامه ورکوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): ګرجستان حکومت پرېکړه کړې، چې افغانستان کې به خپل پوځي ماموريت ته دوام ورکوي.

د ګرجستان دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان کې به خپل ۹۰۰ عسکر پرېږدي.

خبرپاڼه زياتوي، چې د ګرجستان دفاع وزير میندیا یاني لیدزه د ګرجستان پلازمېنه تبلیسي کې د هېواد ملي اسامبلۍ ته دا څرګندونې وکړې.

میندیا یاني زياته کړه، که څه هم افغانستان کې د ايساف نړيوالو ځواکونو نظامي ماموريت پای ته رسيدلی، مګر دوی به د افغان حکومت په غوښتنه دغه هېواد کې خپل نهه سوه عسکر پرېږدي او دغه عسکر به په جګړه ييزو چارو او نظامي روزنه کې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.

د تېر کال په پای کې د ناټو تر چتر لاندې ايساف عسکرو خپل نظامي ماموريت په يو اړخيزه توګه پای ته ورساو، مګر ګرجستاني عسکرو د ناټو له اعلانه وروسته يو ځل بيا افغانستان کې د پوځي ماموريت د ادامې اعلان کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x