
د کونړ امنيه قوماندان له يوې چاودنې روغ وتلی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د کونړ امنيه قوماندان عبدالحبيب سيد خيلي له يوې چاودنې روغ وتلی دی.
سيد خيلي رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د پلازمېنه کابل څخه کونړ ته روان و، چې سروبي ولسوالۍ اړوند سيمه کې د ده پر موټريز کاروان د ځکمني ماين چاودنه وشوه.
سيد خيلي زياته کړه، چې چاودنه کې چا ته زيان نه دی اوښتی، مګر د ده د کاروان يو موټر يې تخريب کړی دی.
د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.