ايا ګډ حکومت نور هم د ګد فعالیت امکان لري؟

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: وروسته تر دې چې د دفاع وزارت لپاره د نومول شوی کاندید جنرال افضل لودین پر سر د ګډ حکومت د مشر او اجرائیه رئیس ترمنځ ناندرۍ را ولاړې شوې ښاغلی اشرف غني د دفاع وزیر په توګه د جنرال لودین له کاندیدتوري څخه منصرف شو.

همدا راز د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون لپاره د آغلې شکریه بارکزۍ د ټاکلو پر سر اختلاف د ګډ حکومت مشر اشرف غني مجبور کړ چې نوموړې په یاد کمیسیون کې د کار تر پیلولو وړاندې له دندې ګوښه کړي.

همدا راز د کابل بانک د دوسیې څیړلو ، طالبانوسره د سولې خبرو کولو او ځینو نورو موضوعاتو پر سر د ښاغلي اشرف غني احمد زي او اجرائیه رئیس ترمنځ مخالفت او نه همغږي د دې لامل شوې چې له ۷ میاشتو تیریدو وروسته هم لا د هغه کابینه نیمګړې او د ځینو مقرریو په اړه کړې فیصلې یې بیرته واخيستل شي.

تيره ورځ د حکومت اجرائیه رئیس په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه جوړې شوې غونډې ته د وینا په مهال وویل : زه د ملي یووالي د حکومت د اجرائیه رئیس په توګه په تیرو ۷ میاشتو کې د یاد حکومت له کړنو څخه هیڅ نه یم خوښ .

دا لومړی ځل دی چې د حکومت اجرائیه رئیس په دومره صراحت سره د حکومت پرکړنو نیوکه کوي او دهغو په اړه خپله نارضایتي څرګنوي.

د ګډ حکومت د مشرانو ترمنځ موجود اختلافات په داسې حال کې رسنیو ته راوځي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی فیلدمن کابل ته راغلی او یوځلی بیايي د حکومت د مشرانو ترمنځ منځګړیتوب پیل کړي .

د ګډ حکومت له پیله ډیری افغانان او سیاسي شنونکی پر دې نظر ول چې دا حکومت په افغانستان کې نه د بقاء چانس لري او نه هم د افغان ولس د ستونزو هوارولو وړتیا ؛ ځکه چې اساس یې د ولس د غوښتنو خلاف د اجنبي مصالحو پر مبنا ایښودل شوی ، اوس د حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو په راښکاره کیدو سره د شنونکو وړاندوینې تحقق وموند.

اوس چې د ګډ حکومت مشران خپله یو دبل فعالیت نفی کوي او له هغه څخه ناخوښي څرګندوي دا په راتلونکي کې د هغه د بقاء چانس تر پوښتنې لاندې راولي.

خو امریکایان به د ګډ حکومت د ایجادوونکو په حیث بیاهم د حکومت د بقاء او استمرار هڅې د هغه له متنازعو مشرانو سره جاري وساتي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د