افغانستان

د تڼيو ولسوال د اداري فساد په تور ونيول شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د خوست ولايت تڼيو ولسوال په يوه حقوقي مسئله کې د اداري فساد په تور ونيول شو.

د خوست د استيناف څارنوالۍ رييس محمد شعيب ثابت رسنيو ته وويل، چې د تڼيو ولسوالۍ ولسوال جاويد جوشان دغه ولسوالۍ کې د دوو کورنيو تر منځ د څلور جريبه ځمکې پر سر د شخړې پر مهال غلطه پرېکړه کړې، چې له امله يې نوموړی ونيول شو.

ښاغلي ثابت زياته کړه، چې جاويد جوشان د درې واړو محکمو له پرېکړو پرته د دواړو لوريو تر منځ ناقانونه پرېکړه کړې او وروسته يې د خپلې پرېکړې پر خلاف دغه ځمکه د شخړې دوهم لوري ته ورکړې ده.

د استيناف څارنوال وايي، چې جاويد جوشان د خوست په مرکزي زندان کې بندي دی او دوسيه به يې نن محکمې ته وسپاري.

بايد وويل شي، چې د ګډ حکومت د راتلو راهيسې د تڼيو ولسوالۍ د ولسوال په ګډون شپږ لوړپوړي مسؤولين د اداري فساد او نورو جرمونو په تور نيول شوي او دوسيې په محکمه کې پرتې دي.

د کارپوهانو په اند د ګډ حکومت مشر اشرف غني د اداري فساد او تخصص د نه شتون له امله ګڼ چارواکي له دندو ګوښه کوي، مګر تر اوسه پر دې نه دی بريالی شوی، چې مهمو دولتی پوسټونو ته وړ کسان پيدا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x