رسوایي په توان د څلورو

زخمي افغان
پتنګ صاحب دې ژوندی وي په بحث فورم کې به چې چا کږه او د یرغل په ګټه خبره وکړه،نو ده به د خپلي ریاضیکي ژبې په مبنا ( لوده ګي په توان د څلورو) بلله،پتنګ صاحب ته د کرزي په مشرۍ د یرغل او غلامۍ ټوله پروسه لوده ګي په توان د څلورو ښکارېده او د دې لارې لارویان او پلویان یي ټول څلور غبرګه لوده ګان بلل .

پتنګ صاحب خبر نه و چې د څلورغبرګه لودګۍ له پای ته رسیدو سره به د څلورغبرګه رسوايي نمبر راځي، هو کې لوستونکو ! ټول شاهد یو چې د عین او غین رژیم چې په رسوایۍ یې بنسټ ایښودل شوی د تاسیس له ورځې یي د رسوایي ګراف مخ پورته روان دی، چې اوس خو د پتنګ صاحب د ریاضیکي اصطلاح له مخې بالکل د رسوایي په توان د څلورو عنوان ورته ټاکلی شو .

په ارګ کې د ګلخانې او سپیدار ماڼیو ترمنځ چې د عین او غین د جبهاتو متقابل او موازي سنګرونه دي، توده خو نامرئي جګړه روانه ده، په ګلخانه ماڼۍ کې یو قرارداد تصویب او نهایي شي، خو چې کله مطبوعاتو ته راووځي او د سپیدار ماڼۍ ترې خبره شي، سمدستي ډاکټر عبدالله مطبوعاتي کانفرانس ورکړي او د ګلخانې ټول قرارات ویټو کړي .

په دې وروستیو کې د یمن موضوع، د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون ټاکل او د دفاع وزارت لپاره د نوماند ټاکلو مسئله هغه څه دي چې ګلخانه او سپیدار په کې یو بل ته اړم دي ، په لومړنۍ موضوع کې ګلخانه وال په دې بریالي شوي چې په سپیدارخیلو خپله سرزوري ومني، او د یمن په موضوع کې افغانستان د سعودي عربستان په ایتلاف ورګډ کړي، مګر په وروستیو موضوعاتو کې له څو ورځو چانه زنۍ وروسته سپیداریان توانیدلي چې د رئیس جمهور تصامیم ویټو او د دفاع وزارت د نوماند غوندې د شکریې بارکزۍ تقرر هم مطرود کړي .

سپیداریان شکایت لري چې ګلخانه وال له دوی سره شیطان چل کوي او هغه دا چې په لویو او مهمو پریکړو کې دوی له ترسره شوي عمل سره مخامخ کوي، وایي اشرف غني په ارګ کې غونډې د مشورې تر عنوان لاندې راغواړي خو په حقیقت کې غونډه معلوماتي او د پریکړو داعلان لپاره وي، همدا لامل دی چې په دې وروستیو کې په سپیدار ماڼۍ کې حالت د وخامت وروستی حد ته پورته شوي او وړمه شپه خو ډاکټر عبدالله اړشوی چې په جان کیري پسې زنګ ووهي .

پرون د چهارشنبې په ورځ چې ډاکټر عبدالله د بشري حقوقو د ادارې په غونډه کې کومې خبرې وکړې، له ورایه څرګنده وه چې د ګلخانې واکمن اشرف غني په غوږ وهي، عبدالله عبدالله وویل چې اجرائیه ریاست نوموړي ته اشرف غني په خیرات کې نه دی ورکړی، بلکې په خپلو رایو یي ګټلی دی .

د نوموړي له خبرو څرګندیده چې له اشرف غني سره اړیکي یي بي خونده شوې او کیدای شي یوځل بیا جان کیري ته تکلیف ورکړي تر څو د ګلخانې او سپیدار ترمنځ اوربند راولي.

په داسې حال کې چې د ګډ حکومت د رسوایۍ توان له څلورو څخه اتو ته زور وهي، د مهمو مسئلو په اړه لا هم جنجالونه په خپل ځای پاته دي،د پارلماني ټاکنو مسئله، د نظام د تبدیلۍ مسئله او د اجرائیه ریاست قانوني کول هغه څه دي چې پر سر جنجالونه یي شاید د کابینې جنجال له خلکو هیر کړي، زما په اټکل خو چې دغه له جنجالونو جوړ حکومت ترڅو خپل عمر پوره کوي ریاضي پوهان یي شاید د رسوایي ګراف ته رسوایي په توان د لایتناهي عنوان کیږدي .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ف-ا
میلمه
ف-ا

او چه څومره پدی ملک کی جنګجال ډیریږی هغومره ورته خوشاله کیږی. نفاق اچولو ته خلک ډیر دی که افغان یی نو د دی اور د مړ کولو لپاره څه ولیکه تر څو نور هم ستا غوندی زخمی نسی. خپل د کور و جنګجال ته اتڼ مکوه که د رښتیا هم دا کور وی

حنيف
میلمه
حنيف

ديره خكلي مقاله دي ليكلي دكاني كرخي دي راخكلي ماته خو يي دير خوند راكر, سو واري مي ورته وخندل خاصتا د داكتر عبد الله زنك ته كه حالات نور خراب شي نو احتمال لري جي جان كيري ته زنك ووهي…

ظفرخان
میلمه
ظفرخان

ورور جانه! دخپل هیواد د مشرانو په اختلاف مه خوشاله کیږه د خپل کور عیبونه نورو ته بیانول چندان د غیرت کار نه دی