ډاکټر عبد الله عبد الله

عبدالله عبدالله: اجرايوي ریاست د چا «ډالۍ» نه دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت دویم مشر عبدالله عبدالله د ټاکنیزو کمیسیونونو د سمون لپاره د جوړ شوي کمیسیون د مشرې پر سر د ناندریو په اوږدو کې ویلي چې اجرايوي ریاست د چا ډالۍ نه ده؛ بلکې د نوموړي «مسلم حق» دی.

اجرايوي رییس دغه څرګندونې د ټاکنیزو کمیسیونونو دسمون د کمیسیون د لرې کړل شوې مشرې شکريې بارکزۍ د هغو څرګندونو په غبرګون کې هم کړې دي، چې له یوه شخصي تلویزون سره په خبرو کې يې اجرايو ریاست هم د اشرف غني له د لاسلیک « برکت » ګڼلی و.

شکريې بارکزۍ د عبدالله عبدالله مخالفت ته په اشاره ویلي و، چې نوموړې هم د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون مشرۍ ته د اشرف غني په لاسلیک تللې ده او عبدالله عبدالله هم د اشرف غني په لاسلیک د اجرايوي ریاست پر څوکۍ کېناست.

د شنونکو په باور د اجرايوي او جمهوري ریاستونو تر منځ د شکريې بارکزۍ د ټاکلو پرسر مخالفت، عبدالله عبدالله دې ته اړ کړ، چې شکريې بارکزۍ ته د خپل زور ښودلو په توګه يې نوموړې له دندې ګوښه کړه.

د ګډ حکومت د دواړو مشرانو تر منځ پر ګڼو نورو مخالفتونو سربېره د دفاع وزارت د پخواني نوماند جنرال افضل لودين نوماندي هم د ژورو مخالفتونو جرړه وه، چې کره سرچینو د معلوماتو له مخې اجرايوي رییس پر دې نوماندي خوښ نه و، او غوښتل يې چې دې وزارت ته جنرال عتیق الله بریالی نوماند کړي.

تر اوسه لا هم روښانه نه ده، چې د ګډ حکومت د دې وزارت پر سر مخالفتونه به لاهم څومره دوام وکړي او ایا دواړه مشران به «متفق علیه» وزیر نوماند کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د