اشرف غني قرغیزستان ته ځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت لومړی مشر اشرف غني په نږدې ورځو کې د هېواد شمالي ګاونډ هېواد قرغیزستان ته سفر وکړي.

د قرغیزستان رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره د اشرف غني د سفر په اړه خبرې کړې دي.

صلاح الدین رباني ويلي چې قرغیزستان په منځنۍ اسیا کې د افغانستان همکار او ملګری هېواد دی.

نوموړي وویل چې له دې هېواد سره د لا زیاتو اړیکو او د یو بل د همکاریو د جلب په اړه به د ګډ حکومت مشر اشرف غني په نږدې ورځو کې دې هېواد ته سفر ورکړي.

د ګډ حکومت مشر پخپل نږدې اوه میاشتني حکومت کې دې هېواد ته لومړی سفر لري.

صلاح الدین رباني نه دي ويلي چې له اشرف غني سره به په دې سفر کې د نوموړي سیال اجرايوي رییس عبدالله عبدالله هم ملګری وي او که نوموړی به د اشرف غني له سفر وروسته قرغیزستان ته سفر ولري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د