ټکنالوژي

د اسلامي دولت ملاتړو د فرنسې مشهوره تلویزوني شبکه هیک کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د ټي وي ۵ موند په نامه فرنسوي تلویزوني چېنل اعلان وکړ چې تیره ورځ د اسلامي دولت الیکترونیکي ملاتړو ددوی ټوله معلوماتي شبکه هیک کړه، او ددوی ټول فعالیت یې په ټپه ودروی.

دغه تلویزون ویلي چې تیره شپه لس بجې داسي کسان چې ځانته د اسلامي دولت غړي وايي، وتوانېدل چې زمونږ ټول تلویزوني چېنلونه له کاره واچوي، او په ورته وخت کې زمونږ ټولي وېب پاڼو باندي واکمن شي.

ددغه تلویزوني شبکې مشر ایف پیګو فرانس پرس ته وویل: مونږ نه توانېدلو چې د معمول سره سم نشریات وکړو، زمونږ ټولنیزي پاڼي، وېب پاڼي او هر څه دداسی کسانو لاس ته ولوېدل چې ځانته یې د اسلامي دولت غړي ویل، او زمونږ له لاري یې خپل د تنظیم پیغامونه نشرول.

دغو هیکرانو د ټي وي ۵ موند پر فیس بوک اکاونټ باندي د هغو فرنسوي عسکرو او د هغوی دقریبانو پيژند پاڼي نشرولې چې اوس مهال په سوریا او عراق کې د اسلامي دولت په ضد عملیاتو کې برخه اخلي.

که څه هم دغه شبکه وتوانېدل چې څلور پنځه ساعته وروسته خپل د فیسبوک اکاونټ بیرته تر لاسه کړي، خو تلویزوني چېنلونه یې ټول بند ولاړ وه.

په یوه پيغام کې چې پر فیس بوک باندي نشر شوی وو، په فرنسوي ژبه کې د فرنسې پوځیانو ته ویل شوی وه که غواړئ خپل قریبان او بچیان خوندي کړی نو د اسلامي دولت څخه لیري اوسئ. او همداسي په بل پیغام کې یې ویلي وه، د فرانسې ولسمشر ډیره لویه خطا وکړه چې په یو بې فایدې او بې ځایه جګړه کې فرنسا ښکېله کړه.

باید وویل شي له هغه وروسته چې په فرنسا کې د چارلي ایبدو پر توهینونکي مجلې باندي برید وشو، فرنسې د اسلامي دولت په ضد په عراق او سوریا کې د امریکايي ایتلاف غړیتوب اعلان کړ، او په سوریا کې د اسلامي دولت په اهدافو بریدونه پیل کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x