نړۍ

په غوصه قبایلو پر ډرون الوتکو ډزي پیل کړي

drone attack on wazeristanنن ټکی آسیا: د ډرون بریدونو د تازه لړی سره سم پاکستاني حکومت چپتیا غوره کړې، او په دې اړه هیڅ هم نه وايي، چي اخیر قبایلي پښتانه په دې اړ شول، چي خپله وسله په لاس کي واخلي، او پر دغه الوتکو په پراخه کچه ډزي پیل کړي.
تیره ورځ په شمالي وزیرستان کې شپږ بې پلوټه ډرون الوتکي لیدل سوي وې، چي په ټیټ پرواز بوختي وې، ځايي اوسیدونکو په ځینو سیمو کې د کلاشنکوف، او درنو وسلو ډزي پرې پیل کړي.

پاکستاني حکومت ددې تر مخه هغه وخت سخت احتجاجي ګامونه واخیستل کله چي په مهمند ایجنسی کې د پاکستاني ځواکونو پر یوه قرارګاه باندي د امریکایانو دغه بی پلوټه الوتکو بمبار وکړ، او په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۶ عسکر ووژل شول، او څو نور ټپیان شول.
د دغه سیمي اوسیدونکي اوس هم د حکومت څخه مطالبه لري چي باید د بی پلوټه ډرون الوتکو په پروازونو او بمباریو اوس هم داسي تګ لاره غوره کړي، لکه څرنګه چي يې مخکي غوره کړې وه، او باید سخت احتجاج وکړي، او هم ورسره د خپلي ځمکي دفاع وکړي.
هغوی وايي چي فوځ او حکومت اخیر په دې سیمه کې د هوايي دفاع وسلې او میزایلونه د څه لپاره نصب کړل.
دا په داسي حال کې چي درواني میاشتي د ۱۱ نیټې څخه تر اوسه ددغه الوتکو په دوو جلا جلا برېدونو کې ۹ تنه وژل شوي دي.
د وزیرستان په سیمو لکه میرام شاه، میرالي، دوسالي، رزمک، داتاخیل، او نورو سیمو کې د څو ورځو راهیسي کرفي هم لګیدلې، سړکونه د موټرو او مسافرو پر مخ بند دي، ځکه چي فوځ په دغو سیمو کې خپل حرکت زیات کړی دی، او د سهار د شپږنیمو بجو څخه بیا د ماښام تر پنځو بجو عام وګړو ته اجازه نه ورکوي، چي د خپله کوره را ووزي، او بازارونو، هسپتالونو، سکولونو، او نور د ضرورت ځایونو ته ولاړ سي.
که څه هم په ځینو سیمو کې د بارانونو او د واورو د اورښت له کبله د فوځ تګ را تګ کم سوی دی، خو بیا هم د مقامي انتظامیې له خوا اعلان شوی چي عامي لاري به د خلګو او موټرو پر مخ بندي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x