ورزش

مشهور برازیلی سوک وهونکی د اسلام په مبارک دین مشرف شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): په برازیل کې د اسلامي موسساتو ټولنه وايي چې د سوک وهنې په لوبه کې مشهور لوبغاړی «الیکس پیریرا» د اسلام په مبارک دین مشرف شوی.

الیکس پیریرا په لاتیني امریکا کې د سوک وهنې «Kickboxing» په سیالیو کې لومړی مقام لري او د نړۍ په کچه شپږم تکړه سوک وهونکی دی.

ښاغلی پیریرا وايي چې له ډیره وخته یې ځان نیمګړی محسوساوه او د روحي سکون او نفسي راحت د موندلو هڅه یې کوله، چې د اسلامي کتابونو له مطالعې وروسته یې خپله ورکه په اسلام کې وموندله او بالآخره یې د توحید کلمه وویله.

الیکس پیریرا زیاتوي چې له مسلمانېدو وروسته په نفسي او روحي لحاظ د ډاډ او اطمنان احساس کوي.

ټاکل شوې چې نوموړی به روانه میاشت په دبۍ کې د سوک وهنې په نړیوالو سیالیو کې ګډون هم وکړي. ښاغلی پیریرا وايي، هیله یې درلوده چې په دغو نړیوالو سیالو کې لومړی مقام خپل کړی او په خپل بدني قوت باندې د باور له مخې ډاډه وه چې دغه اتلولي به ګټي. خو په وینا یې د بدني قوت ترڅنګ یې د نفسیاتي او روحي ځواک تشه او کمی محسوساوه چې دغه کمی یې د اسلام له برکته پوره شو.

الیکس پیریرا د برازیل اوسیدونکی دی او «۲۸» کاله عمر لري. نوموړي تر اوسه په نړۍ کې د سوک وهنې «۳۱» سیالۍ ګټلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x