
د بلخ ولايت پر څارنوالۍ ډله ييز بريدونه روان دي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د بلخ ولايت د څارنوالۍ پر رياست ډله ييز بريدونه روان دي.
د بلخ امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالرازق قادري رسنيو ته وويل، چې نن غرمه دوو بريدګرو لومړی د څارنوالۍ دوه ساتونکي ووژل او له هغې وروسته د څارنوالۍ رياست ته ننوتل.
راپورونه وايي، چې د څارنوالۍ دننه د بريدګرو او امنيتي ځواکونو تر منځ د ډزو تبادله روانه ده او پوليسو سيمه کلابنده کړې ده.
د يو بل راپور له مخې د ملي اردو په يونيفورم کې څلورو وسله والو د څارنوالۍ پر رياست بريد کړی او تر اوسه هم د بريدګرو او امنيتي ځواکونو تر منځ ډزې روانې دي.
د يادونې وړ ده، چې د بلخ والي عطا محمد نور کور د بلخ څارنوالۍ په څو ميترۍ کې دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې د پېښې مسؤوليت منلی دی، مګر د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.