خوست: چاودنې شپاړس ولسي وګړي ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): خوست کې يوې چاودنې لږ تر لږه شپاړس ولسي وګړي ټپيان کړل.

د خوست ولايت امنيه قوماندان فيض الله غيرت وايي، چې نن له غرمې وړاندې يوولس بجې يوې چاودنې لږ تر لږه شپاړس ولسي وګړي ټپيان کړي دي.

فيض الله غيرت وايي، چې چاودنه د خوست ولايت مرکز دواخانو کوڅه کې يو سايکل کې ځای پر ځای شوی و.

د ښاغلي غيرت په وينا، چاودنه کې دولتي چارواکو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دی اوښتی، بلکې شپاړس ولسي وګړي يې ټپيان کړي دي.

د خوست امنيتي مسؤولين وايي، چې د دواخانو کوڅه کې د يو درملتون څښتن چا سره شخصي دښمني لري او د لومړنيو پلټنو له مخې چاودنه د درملتون د څښتن يو شخصي دښمن کړې ده.

دا چاودنه په داسې وخت کې شوې، چې تېره اونۍ هم د خوست مرکز کې يوې چاودنې لږ تر لږه ۲۲ لاريون کوونکي وژلي وو او له شپېتو زيات يې ټپيان کړي وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د