افغانستان

د خوست والي او پارلمان وکيل پر يو بل د ناقانونه وسلو د لېږد تورونه ولګول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): ولسي جرګه کې د خوست د خلکو وکيل کمال ناصر اصولي او د خوست والي عبدالجبار نعيمي پر يو بل د ناقانونه وسلو د لېږد تورونه لګولي دي.

د تېرې مياشتې په پای کې ولسي جرګه کې د خوست وکيلانو همايون همايون او کمال ناصر اصولي د خوست والي پر ضد د اداري فساد تورونه ولګول او د والي پر ضد يې ولسي لاريونونه پيل کړي وو، چې تېره اونۍ په دغه لاريون کې چاودنه وشوه، چې له امله يې ۲۲ ولسي وګړي وژل شوي وو او له شپېتو زيات يې ټپيان کړي وو.

بل پلو د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعيمي ادعا کوي، چې د وکيلانو له لوري پر ده لګېدلي تورونه بې ځايه دي او د ولسي جرګې پر وکيلانو يې تور لګولی، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره يې د نوموړي پر ضد پاڅون پيل کړی او د خپلو شخصي موخو لپاره يې خوست کې پر خپلو پلويانو ناقانونه وسلې ويشلي او غواړي، له همدې لارې د والي پر ضد دسيسې جوړې کړي.

نعيمي د پارلمان پر وکيلانو همايون همايون او کمال ناصر اصولي تور ولګاو، چې خوست کې يې د مدني فعاليتونو په نوم ناوړه پلانونه پيل کړي او د لاريونونو پر مهال يې د خوست بازار ته ډېرې ناقانونه وسلې راوړي دي او رسنيو ته يې د خپلې ادعا په اړه يو شمېر انځورونه هم خپاره کړل.

بل پلو د پارلمان وکيل کمال ناصر اصولي پر والي تور لګوي، چې جبار نعيمي د «پاکستاني استخباراتو غلام دی او غواړي، چې د ای ايس ای د ګټو لپاره د خوست امنيت ګډوډ کړي او مرکزي حکومت ته ستونزې پيدا کړي».

ښاغلي اصولي وويل، چې د دوی پر پلويانو چاودنه وشوه او د والي ساتونکو د دوی پر لاریونوالو کې ډزې وکړې.
جبار نعيمي او کمال ناصر اصولي پر يو بل د ناقانونه وسله والو د پاللو ساتلو تورونه لګولي.

د خوست والي وايي، چې دوی سره کره شواهد شته، چې کمال ناصر اصولي څومره وسلې خوست بازار ته راوړې وې او له چاودنې وروسته يې دغه وسلې له ښاره ويستې دي.

نعيمي وايي، چې ښاغلی اصولي له روسيې چريز توپکونه راواردوي، مګر په منځ کې يې کلاشنکوفونه او غټې وسلې راوړي او له مرکزي حکومته يې وغوښتل، چې په دې اړه کره پلټنې وکړي.

د خوست امنيه قوماندان فيض الله غيرت د والي د ادعا په اړه وايي، چې دوی بشپړ معلومات لري او هېڅوک نه شي کولای چې د خوست ښار ته نا قانونه وسلې ښار ته راوړي.

غيرت زياتوي، چې د پارلمان وکيلانو سره ډېر کم شمېر وسلې شته، چې کورنيو چارو وزارت سره ثبت دي.
د خوست والي وايي، چې فيض الله غيرت د کمال ناصر اصولي په هڅو د جنرالۍ رتبه تر لاسه کړې او نوموړی د کمال ناصر په هڅو د خوست امنيه قوماندان ټاکل شوی دی.

د پېښو څارونکي وايي، چې د ګډ حکومت په راتلو د خوست په ګډون د هېواد ګڼو ولايتونو کې اداري چارې په ټپه ولاړې دي او سرپرست چارواکي د خلکو د چارو پر ځای پر اداري فساد لګيا دي او له همدې امله د پلازمېنې کابل په ګډون د ټول هېواد امنيت ګډوډ دی.

د خوست خلک پر مرکزي حکومت تور لګوي، چې دغه ولایت کې د سرپرست والي پر ضد لاريونونه روان وو، مګر مرکزي حکومت د خونړۍ پېښې تر پېښېدو خوست ته هېڅ توجه ونه کړه.

ولسمشر اشرف غني تېره ورځ د خوست ځينو سپين ږيرو او مخورو مشرانو سره د ليدنې پر مهال خوست کې پر لاريونوکوونکو د چاودنې او پر والي د لګېدلو تورونو په اړه يو پلاوی ټاکلی، چې په لنډو ورځو کې به ولسمشر ته خپل راپور وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x