نړۍ

اسلام اباد نه غواړی ګروسمين پاکستان ته سفر وکړي

marc grossman the special(نن ټکی اسیا جنوري ۲۰۱۱/۱۸) واشنګټن: دامریکي هیواد دبهرني چارو وزارت له لوري په تازه راپور کی ویل شوي چی دپاکستان حکومت دغه هیواد ته دافغانستان اوپاکستان لپاره دخاص استازي مارک ګروسمین د ورتګ سره مخالفت ښودلی.
دپاکستان او افغانستان لپاره دامریکي خاص استازي ګروسمین په دي وروستیو کی په افغانستان کی دوسلوالو طالبانو او حکومت ترمنځ دجوړ جاړي اوخبرو په اند سیمي ته په سفر راوتلی دی.

ویل کیږي ګروسمین به دخپل دغه سفر په ترڅ کی، انقري، ریاض، ابوظبي، قطر او افغانستان ته ولاړشي، مخکی داسي ګمان کیده چی ښاغلي ګروسمین به اسلام ته هم سفر وکړي، خو تیره ورځ دامریکي دبهرنیو چارو دوزارت له لوري په تازه خبرونو کی ویل شوي چی دپاکستان حکومت دغه هیواد ته دګروسمین ورتک مخالفت وکړ.
دیادولو ده دپاکستان او امریکی دوه جانبه اړیکي هغه وخت له خنډ سره مخ شوې کله چی امریکایانو بغیر له دی څخه چی پاکستان حکومت ته خبرورکړی اویایی په اعتماد کی وخلی، دپاکستان په یوه مهم اوستراتیجیک ښار ایبټ اباد کی یی داسامه بن لادن تربرید لاندی راوسته او د القاعدي دمشر اسامه بن لادن دوژلو دعوه یی وکړه، خو له خڼدونو څخه ډکی اړیکي بیا هغه وخت نور خړی پړی شوی کله چی تیر کال د ناټو ځواکونه له افغانستان سره پر پوله باندی دپاکستاني عسکرو یوه پوسته تر برید لاندی راوسته چی ددوو لوړ پوړو افسرانو په شمول يې ۲۶ تنه پاکستاني عسکر ووژل.
ددغه برید په نتیجه کي پاکستان او افغانستان دناټو ځواکونو لپاره له دغي خاوري څخه پر تیریدونکو کاروانونو لاره بنده کړه، یو فوځی هوایی ډګر چی امریکایانو ته یی په واک کی ورکړی وو هغه بیرته له امریکایانو څخه واخیست، دځینو پاکستاني چارواکو سفرونه چی دامریکی متحده ایالاته له وړاندی لا تائید شوی وو هغه یی بیرته منسوخ کړل، دبون له غوڼدي سره یی مقاطعه اعلان کړه، له امریکایانو څخه یی ددي برید په اړه دبخښني غوښتلو مطالبه وکړه، خو دامریکایانو له لوري ددغي پیښي په اړه دافسوس اظهار وشو لیکن تراوسه یی په دي اړه بخښنه نه ده غوښتلي.
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x