افغانستان

دوهم تعقيب: د بلخ پر څارنوالۍ ډله ييزو بريدونو کې شپېتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د بلخ ولايت مرکز مزارشريف کې د څارنوالۍ پر رياست او استيناف محکمې د ډله ييزو بريدونو په نتيجه کې د شپږمې امنيتي حوزې د آمر په ګډون څلور تنه وژل شوي او پنځه پنځوس نور ټپيان دي.

د مزارشريف امنيتي مسؤولين وايي، چې ټپيانو کې د بلخ څارنوال مرزا غلام علي، د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني او د نهمې امنيتي حوزې آمر هم شامل دي.

د پېښې عيني شاهدان وايي، چې ډله ييزو بريدونو کې تر اوسه د څارنوالانو، قاضيانو او امنيتي مسؤولينو په ګډون لس تنه وژل شوي او له پنځوسو زيات ټپيان دي او جګړه اوس هم روانه ده.

د مزار شريف امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالرازق قادري رسنيو ته وويل، چې شپږ وسله والو بريدګرو د ملي اردو په يونيفورم کې د څارنوالۍ پر رياست او استيناف محکمې ډله ييز بريدونه پيل کړل او تر اوسه يې هم ګڼ څارنوالان او قاضيان يرغمل کړي دي.

د مزار شريف امنيتي مسؤولين وايي، چې څلور بريدګر وژل شوي او دوه نور يې اوس هم د څارنوالۍ دننه يو شمېر قاضيان او څارنوالان يرغمل کړي دي.

د مزار شريف د دولتي روغتون ډاکټران وايي، چې ۵۵ ټپيان يې روغتون ته وروړي او د ګڼو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې د يادو بريدونو مسؤوليت منلی او زياته کړې يې ده، چې د دوی يو شمېر سرتېرو بريدګرو د څارنوالۍ په مهم ځای کې سنګر نيولی او تر اوسه هم د ډزو، لاسي بمونو او چاودنو اوازونه اورېدل کيږي.

طالبانو په خپله خبر پاڼه کې د سرتېرو بريدګرو شمېر نه دی په ډاګه کړی او پېښه کې د وژل شوو او ټپيانو د شمېر او هويت په اړه هم څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x