افغانستان

«ملي دفاع وزارت د ګډحکومت د مشرانو د اختلافونو قرباني شو»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري۲۰مه، ۱۳۹۴ل): که څه هم ګډ حکومت ملي دفاع وزارت ته تازه نوماند ولسي جرګې ته د باور رایې په هیله ورپېژندلی و؛ خو د ګډ حکومت د ولسمشرۍ او اجراییه ریاست ترمنځ د واک پر سر روانو سیالیو نوماند وزیر استعفا ته اړوېست.

ډګر جنرال محمد افضل لودین روانه اوونۍ د ولسمشر غني له خوا ملي دفاع وزارت ته ونومول شو. د راپورونو پر بنسټ د لودین نوماندۍ د ګډ حکومت د شریکانو ترمنځ د اختلافونو لامل شو.

افضل لودین په افغانستان کې د کمونیستي واکمنۍ پر مهال د ختیځ زون تنظیمه رييس و. د ملي دفاع وزارت دغه نوماند د مجاهدینو او د ډاکټر نجیب رژیم ترمنځ د جلال اباد په مشهورې جګړې (۱۹۸۹) کې د کمونیستي رژیم د ځواکونو قومانده په لاس کې وه. په دغې جګړه کې مجاهدینو ماتې وخوړه.

د ګډحکومت له تشکیل راهیسې د ملي دفاع وزارت په حکومت کې د واک د شریکانو ترمنځ پر یوه لانجمن پوسټ بدل شوی. ویل کېږي چې د ولسمشر غني لومړی مرستيال، جنرال عبدالرشید دوستم هم ټینګار کوي چې دفاع وزارت دې ده ته نژدې کسانو ته ځانګړی شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګه د ګډحکومت پر تېرو شپږمیاشتینیو کړنو نیوکه کوي. د جرګې غړي د روانو ناامنیو د زیاتوالي لامل د دفاع وزارت په معرفۍ کې ځنډ بولي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال، محمد نذير احمدزی جمهور خبري اژانس ته ویلي: «که د ‘ملي یووالي’ حکومت پر ملي دفاع وزارت موافقه ونه کړي، دغه حکومت به خپل ارزښت بایلي». احمدزی زیاتوي: «د ‘ملي یووالي’ حکومت د مشرانو ترمنځ د لانجو له امله د ملي دفاع وزارت د دغو سیاسي اختلافونو قرباني شوی».

له بلې خوا په جرګې کې دننه نوو نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکړه په خپله پر یوې بلې لانجې بدله شوې ده. ویل کېږي چې د ولسي جرګې غړي هم د باور رایې پر ورکړه د ګډ حکومت د مشرانو ترمنځ وېشل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x