افغانستاننن په انځورونو کي

طالبان: د مزار شریف برید د بندیانو سره د ناوړه چلند غچ وو – د پيښي انځورونه

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د مزار شریف د چارواکو په وینا د طالبانو د تیري ورځي په ډله ایز برید کې ۱۸ تنه وژل شوي او تر شپیته زیات نور ټپيان شوي دي.

دغه برید چې اوه ساعته یې دوام وکړ، د مزار شریف په ښار کې د استیناف پر محکمې او څارنوالي پر ریاستونو وشو، پر ۱۲ پيل او د ماښام تر ۶ بجو پوري یې دوام وکړ.

د طالبانو په وینا په دغه برید کې ددوی څلور تنه ملګري شامل وه، چې په هغو کې دوه تنه د کندهار او دوه نور د میدان وردګو ولایت څخه وه.

د بلخ چارواکي وايي چې په دغه برید کې ۱۸ تنه وژل شوي چې ځیني یې لوړ پوړي امنیتي چارواکي دي، خو د طالبانو ویاند له خوا نن ټکی آسیا ته په رالیږل شوي خبرپاڼه کې ادعا شوې چې په دغه برید کې تر ۸۰ زیات لوړ پوړي او ټیټ پوړي مامورین وژل شوي او زیات شمېر نور ټپيان شوي دي.

طالبانو ویلي چې په دغه برید کې ۴۴ تنه د څارنوالۍ مسؤولین او کارکونکي وژل شوي، او پاته ۳۶ د محکمې او پولیسو اړوند کسان وه.

چې په هغو کې د د بلخ د څارنوالۍ مشر عثمان، د محکمې رئیس سید مراد شریفيو، د شپږمي حوزې امر سید عنایت اغا، د ولایت د امنیت آمر رضا خان، د هغه مرستیال، د نهمې حوزې امر مولدین، د دهدادي ولسوالۍ امنیه قومندان جنرال آصف، د نظم عامه پوليسو رئیس ارکان او ګڼ شمیر نور مسئولين، پولیس او عسکر شامل دي.

طالبانو ویلي چې د برید څخه یې هدف دکابل د ادارې له خوا د بندیانو سره د ناوړه چلند انتقام وو، او ګواښ یې کړی چې که د کابل اداره له دې کاره لاس وانه خلي، نو دوی به نور ورته عملیات هم وکړي.

باید وویل شي چې نن د اشرف غني وویل چې دوی به د هیواد په زندانونو کې د بندیانو په وړاندي د تعذیب او شکنجو په ضد به ډیر ژر قدم واخلي.

د پيښي وروسته اخیستل شوي انځورونه او ویډیويي راپورونه:

mazar_attack (1)

mazar_attack (2)

 

mazar_attack (4)

mazar_attack (5)

mazar_attack (6)

mazar_attack (7)

mazar_attack (8)

mazar_attack (9)

mazar_attack (10)

mazar_attack (11)

mazar_attack (12)

mazar_attack (13)

 

mazar_attack (15)

mazar_attack (16)

mazar_attack (17)

mazar_attack (18)

mazar_attack (19)

mazar_attack (20)

mazar_attack (21)

mazar_attack (22)

mazar_attack (23)

mazar_attack (24)

mazar_attack (25)

mazar_attack (26)

mazar_attack (27)

mazar_attack (28)

mazar_attack (29)

mazar_attack (30)

mazar_attack (31)

mazar_attack (32)

mazar_attack (33)

 

mazar_attack (35)

mazar_attack (36)

 

mazar_attack (38)

mazar_attack (39)

mazar_attack (40)

mazar_attack (14)

mazar_attack (34)

mazar_attack (37)

 

 

https://www.youtube.com/watch?v=JhD60XEPzMM

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x