د كډو نه جوړي سوې مجسمې
رې(Ray) د نيويارك په كوينس(Queens) سيمه كي پيدا سوى دى، د هغه وړكتوب په لانګ جزيره(Long islan) كي له خپلو دوو خوندو سره په لوبو كي تېر سوى، په ډېر كم عمر كي يې خپل هنر وښود، چي تر ټولو زيات خپلي مور وستايه، هغه په 1991 كيschool of visual arts ښونځي كي زده كړې وكړې،
د ډېرو زده كونكو پلرونو د رې د كدو نه د مجسمو جوړول وستايه، له هغه نه وروسته ده احساس كړه چي له كدو نه مجسمو جوړولو كي په رښتيا هم په زړه پوري خبره ده، له هغه نه وروسته يې په دې هنر باندي زيات كار وكړ، رې په خپل دې فن كي څو كاله تېر كړل
رې په دې اړه ځيني سيالۍ هم كړې دي، چي په هغو كي بريالى سوى دى، ده په 2008 او 2010 كي نړيوالي انعامونه هم وګټل
رې دا مجسمې د نړۍ تر ټولو له لوي كډوانو نه جوړي كړې دي، چي په بېلا بېلو ډولونو يې تراشلي دي