شاهد افریدي د ملګرو ملتونو له خوا د ښه نیت سفیر وټاکل سو
نن ټکی آسیا: د پاکستان د کرکیټ نوموتی لوبغاړی شاهد افریدي د ملګرو ملتونو له خوا د نشه يي توکو او جرمونو په وړاندي د مبارزې لپاره د ښه نیت سفیر وټاکل سو.
هغه ته دا نوې دنده د دوو کلونو لپاره سپارل شوې، تر څو د نشه يې توکو په وړاندي د مبارزې په ډګر کې د عامه پوهاوي په کمپاین کې برخه واخلي، او هم په دې اړه خپل کمپاین وچلوي.
شاهد افریدي رسنیو ته ویلي چي ده دغه منصب ځکه قبول کړ چي دی د نشه يې توکو سره ډیر کرکه لري، او د نشه یې توکو سره د مبارزې لپاره به دی خپل هیڅ توان ونه سپموي، او ووېل چي دی په دې ویاړي چي د ملګرو ملتونو له خوا دی دغه کار لپاره ټاکل شوی دی.