
طالبان: د جلال اباد په سرتیري برید کې دوه امریکايي ټانګونه ویجاړ شول
نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د نن ورځي د جلال اباد د بریدونو تر مسؤولیت اخیستلو وروسته وویل چې په دغه سرتیري چاودنه کې د امریکایانو دوه ټانګونه ویجاړ او ګڼ شمېر عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ذبیح الله مجاهد نه دي ویلي چې د امریکايي عسکرو تلفات په دقیقه څومره دي، خو ویلي چې د برید هدف د بهرنیانو کاروان وو، چې د جلال اباد ښار اړوند د هوايي ډګر په لومړۍ دروازه کې د حرکت په حال وو.
نوموړي وویل چې په دغه ټانګونو کې ناست عسکر اکثره وژل شوي، د مجاهد په وینا په دغه برید کې د میدان د دروازې سره ساتونکي او نور کارکونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
د بریدګر په اړه نوموړي وویل چې د کندهار وو، او نوم یې جواد ښودلی، او زیاته کړې چې له ډیره وخته د بهرنیانو په څار کې وو، چې نن ورته موقع په لاس ورغله.
باید وویل شي چې وړمه ورځ هم د ننګرهار د ولایت په مقام کې پر بهرنیو عسکرو ډزي وشوې، چې په ترڅ کې یو امریکايي عسکر مړ او ۷ تنه نور ټپیان شول.
د جلال اباد د ننۍ پيښي په اړه د ننګرهار ولایت چارواکو ویلي چې په برید کې د بهرنیانو یو موټر ویجاړ شوی، خو عسکرو ته یې کوم زیان نه دی رسیدلی، او زیاته کړې چې ۴ ملکیان مړه او د دوه تنه سرتیرو په ګډون ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د جلال اباد هوايي ډګر څخه ملکي پروازونه نه کیږي، بلکې په دغه هوايي ډګر کې د بهرنیان میشت دي، چې اکثریت یې د امریکايي عسکرو دی.