
جلال اباد: د بهرنیانو پر کاروان د برید وروسته انځورونه او ویډیو
نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): نن سهار لس بجې شاوخوا د ننګرهار ولایت د هوايي ډګر په دروازه کې د بهرنیانو پر کاروان باندي برید تر سره شو، چې له کبله یې د طالبانو په وینا دوه ټانګونه ویجاړ او زیات شمېر بهرني عسکر ووژل شول.
بل خوا چارواکو وویل چې د بهرنیانو پر کاروان باندي د برید په نتیجه کې څلور تنه ملکي وګړه مړه او ددوه سرتیرو په ګډون ۱۴ تنه نور ټپیان شول.
باید وویل شي چې د جلال اباد هوايي ډګر څخه ملکي پروازونه نه کیږي، او په دغه هوايي ډګر کې بهرنیانو میشت دي، چې اکثریت یې د امریکايي عسکرو دی.
د یادوني وړ ده وړمه ورځ هم د ننګرهار د ولایت په مقام کې پر بهرنیانو باندي ډزي وشوې، چې په ترڅ کې یو امریکايي مړ او اوه تنه نور ټپیان شول.
د رویټرز خبري اژانس ویډیو:
https://www.youtube.com/watch?v=PXR9wmU3fw4
یو شی چی ګورم دادی چی د امریکایانو موتر هیڅ وران نه دی خو ملکی موټران ډیر تخریب شوی او بل داچی کیدای شی ډیر شهیدان هم وی