هلمند: د نادعلي ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر د څلورو نورو مامورینو سره ووژل شو

afghanistan-ghazni-bomb-explosion-2011-4-18-10-20-0نن ټکی آسیا: د یوه ماین د چاودني په پيښه کې د هلمند ولایت د نادعلي د ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر ووژل شو، او د همدې ادارې څلور تنه نور کارکونکي هم ووژل شو، او یو بل ټپي شو.
د هلمند ولایت څخه امنیتي چارواکي خبر ورکوي چي دا پيښه تیر مازیګر ۲۰۱۲-۱-۱۸ مهال د نادعلي د ولسوالۍ د لوی باغ په سیمه کې هغه وخت را منځته شوه، کله چي د یادي ولسوالۍ د ملي امنیت د مدیر موټر پر یوه ښخ کړه شوې ماین وخوت.

د چاودني په ترڅ کې د ملي امنیت مدیر ولي محمد د خپلو څلورو تنو ملګرو سره ووژل شو، او یو تن ملګری ټپي شو.
د هلمند امنیتي مقامات وايي چي وژل شوي او ټپي شوی کس هم د ملي امنیت کارکونکي وه.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چي دا چاودنه د طالبانو له خوا ترسره شوې، او ادعا کړې چې په پيښه کې د ملي امنیت پنځه تنه مامورین وژل شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د