افغانستان: د کوچنیانو سره د غیر اخلاقي عمل تر سره کونکي برطانوي عسکر دي مجازات شي

amry stands silanceنن ټکی آسیا: د افغانستان حکومت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د برتانیا د حکومت څخه غوښتنه کړې چي باید هغه برتانوي عسکر مجازات کړي چي په افغانستان کې د خپل کاري دندې پر مهال دوه افغان کوچنیان غیر اخلاقي کړنو ته هڅولي دي.
دخبرپاڼي له مخي دغه عسکرو افغان ماشومان دې ته هڅولي چي ددغو سرتیرو بدنونه د جامو پر سر لمس کړي.

په خبرپاڼه کي وړاندي راغلي چي دوه برتانوي عسکرو یوه لس کلنه انجلئ او لس کلن هلک دې ته هڅولې چي خپل په منځ کې جنسي اړیکي ولری، او بیا دوی د هغو ویډیو ډکه کړې، او خپلو ملګرو ته يې ښودلې ده.
د خبرپاڼي له مخي دغه عمل د حکومت له خوا په کلکه غندل سوی دی، او دا کار یې د اخلاقو او انسانیت څخه یو لیري عمل بللی دی.
په خبرپاڼه کې د برطانوي حکومت څخه غوښتنه سوې چي دغه دوه عسکر باید مجازات کړي.
افغان حکومت په دې وروستیو کې د بهرني ځواکونو له خوا په ډول ډول غیر اخلاقي او وحشي کړنو باندي اندیښنه څرګنده کړې چي کیدای شي د افغانانو او دغو ځواکونو تر منځ واټن زیات کړي، او افغانان د دوی څخه د همکاری لاس واخلي.
د یادوني وړ ده چي ایله څو ورځي تر مخه د امریکايي عسکرو له خوا داسي یو ویډیو خپره شوه چي امریکايي عسکر د افغاني ځوانانو چي مړي پراته دي، پر جسدونو باندي متیازي کوي، او همداسي د هغې تر مخه یوه بله ویډیو خپره شوې وه چي په کښي یو امریکايي عسکر په خپله قرارګاه کي دننه د لوی اختر په ورځ یو پسه په ډیره وحشي توګه قتله وي.
د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د