افغانستان

د یرغلګرو برتانوي پوځیانو بل جنایت

troops-and-school-girlsد برتانیي د ( سان ) ورځپاڼي راپور ور کړی دی چې دوه تنه برتانوي پوځیانو له یوه افغان ماشوم او یوي لس کلني ماشومي نجلۍ څخه د ناوړه ګټي اخستني په تور نیول شوي دي او نظامي پولیس د پيښي د پلټني هڅه کوي .

دا رپوټ په داسي حال کې ور کول کیږي چې د یرغلګرو برتانوي پوځیانو د لنډغرو له جملي څخه یې دوو تنو په یوه افغان تنکي ماشوم او یوي لس کلني ماشومي نجلۍ جنسي تیری کړی او ور څخه یې ویډیو جوړه کړي

او بیا یې په خپل لپ ټاپ کمپیوتر کې نورو پوځیانو ته ښودلي ده .

دغو پوځیانو د پيښي په اړه خپلو لوړو مقاماتو ته خبر ور کړی دی او وروسته له ادعا سره سم د پيښي په هکله پلټني پيل شوي دي . 

په دي وروستیو کې د بهرنیو یر غلګرو پو ځیانو له لوري په افغانستان کې دا ډول پيښي زیاتي شوي دي او یو ځل بیا یې د ولس قهر او غصه را پارولي ده .

څو ورځي وړاندي یوه بله ویډيو خپره شوه چې پکې ښودل شوي وو چې څلور تنه امریکایې پوځیان د افغان شهیدانو په جسدونو باندي بولي کوي .

شنونکي په دي باور دي چې د بهرنیو پوځیانو له لوري د دا ډول ناوړه او غیر انساني کړو وړو تر سره کول به په افغانستان او نړۍ کې د دوي په وړاندي نوره هم کرکه او نفرت زیات کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x