افغانستان

بدخشان: طالبانو نهه پوستې نیولي، ۱۴ عسکر مړه او ټپيان شوي

نن ټکی آسیا: د بدخشان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د طالبانو په یوه برید کې ددوی نهه پوستې له منځه تللې، او لږ تر لږه پنځه عسکر مړه او ۹ تنه نور ټپيان شوي دي.
او زیاته کړې چې یو شمېر طالبانو له ځانه سره ژوندي بیولې دي.

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري نن ټکی آسیا ته په رالیږل شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددوی «مجاهدینو» د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په دهن آب خسته سیمه کې د څلورو پوستو باندي بریدونه کړي.

نوموړي زیاته کړې چې ددوی په بریدونو کې ۲۵ تنه عسکر او پولیس مړه، ۲۰ تنه ټپيان او ۳ تنه ژوندي ونیول شول.

نوموړي په دې جګړه کې د زیات شمېر غنیمتونو د نیولو دعوه هم کړې، او زیاته کړې چې ددوی ۵ تنه ملګري مړه او ۷ نور ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x