افغانستان

پاکستان په افغانستان کې خپل د ۵ تنه اتباعو پر وژنه خواشیني وښودل

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دوی نن د جمعې په ورځ د افغانستان د سفارت استازي بهرنیو چارو وزارت ته ور وغوښتل او هغوی ته یې په افغانستان کې دننه د خپلو ۵ تنه اتباعو په مړینه خواشیني څرګنده کړه، او دا یې یو وحشي عمل وباله، او خپل د شدید رد عمل اظهار یی ورته وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې وویل شول چې پاکستان د افغانستان څخه وغوښتل چې ددغه پيښي په اړه سمي څیړني وکړي، او عاملینو ته یې سزا ورکړي.

باید وویل شوي چې څو وړاندي د هغو شپږو تنو پاکستانیانو جسدونه وموندل شول کوم چې دوه میاشتي تر مخه برمته شوي وه.
دغه پاکستاني اتباع له نیژدې فاصلې څخه په ډزو ویشتل شوي وه.

دغه کسان چې نومونه یې : عطاء الله، رحمت الله، احمد علي، عبد الله، ریحان ګل، او دیدان ګل ښودل شوي، د تیري چارشنبې په ورځ د تورخم په پوله باندي پاکستاني چارواکو ته سپارل شوي وه.

په چارسده کې دجنازې مراسم
په چارسده کې دجنازې مراسم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x