ورزش

ماراډونا د فیفا اوسنی مشر «جوزیف بلاتر» فاسد شخصیت وباله

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۱مه، ۱۳۹۴ل):د ارجنټاین پخوانی اسطوري لوبغاړي ماراډونا وویل چې د فیفا اوسنۍ مشر یو فاسد شخصیت دی، او د فیفا په آینده انتخاباتو کې به یې حمایت نه کوي.

نوموړي دغه خبري د یوه خیریه لوبي تر مخه په کولومبیا کې په یوه خبري ناسته کې وکړې، نوموړي وویل: مونږ کولای سو چې په فساد ککړ (بلاتر) په وړاندي مبارزه وکړو، زه ورته وایم چې نور د فیفا څخه ورک شه، وخت دي ختم دی.

نوموړي وویل چې د فیفا رئاست لپاره په راتلونکو انتخاباتو کې د اردن د شهزاده علي بن الحسین ملاتړ کوي، ځکه چې هغه پيسې ډیري لري، او اړ به نه وي چې د بلاتر غوندي په فساد کې ځان ښکېل کړي.

باید وویل شي چې د روان میلادي کال ۲۰۱۵ په راتلونکې میاشت مئي کې به د فیفا د ریاست د ګټلو لپاره د اوسني مشر جوزیف بلاتر، د پرتګال پخوانی لوبغاړی لویس فیګو، د اردن شهزاده، علي بن حسین او هایلنډي مایکل فان تر منځ انتخابات وشي.

ماراډونا وویل چې د علي بن حسین په انتخاباتي پروګرام کې ډیر څه شته، چې د هغو څخه په افریقا، کولمبیا، اکوادور او د نړۍ په نورو ډیرو هیوادونو کې د فوټبال میدانونه جوړول دي، تر څو ځوانان وکولای شي د فوټبال لوبه وکړي، ځکه یې نو دی ملاتړ کوي.

ماراډونا وویل چې کیدای شي یو ځل بیا د فوټبال د لوبډلو د روزونکي په حیث دنده پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x