نړۍ

د یمن په جګړه کې پاکستان د سعودي د مرستي څخه انکار وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان پارلمان پریکړه وکړه چې د یمن په جګړه کې به د حوثیانو په خلاف د سعودي سره مرسته نه کوي، او هلته به خپل پوځونه او الوتکي نه لیږدوي.

سعودي د پاکستان څخه غوښتي وه چې د یمن په جګړه کې دي پاکستان خپله ونډه پراخه کړي، او د حوثیانو په خلاف دي د سعودي ایتلاف غړیتوب تر څنګ یمن ته دي خپل الوتکي او جنګې سمندري بیړۍ ولیږدوي.

د پاکستان پارلمان خپل په ننۍ پریکړه کې وویل چې پاکستان باید د یمن په شخړه کې د یوه جهت پلوي هم ونه کړي، تر څو په راتلونکي کې وتوانیږي چې منځګړي رول ولوبوي، او زیاته کړې چې د جګړې ټول اړخونه باید د خبرو اترو له لاري شخړي حل کړي.

باید وویل شي چې په اوس وخت کې همدا موقف د ایران دی، او درې ورځي وړاندي د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سفر وکړ، تر څو د پاکستاني چارواکو او پارلماني غړو سره د یمن په اړه خپل نظر او موقف شریک کړي.

د سعودي په اړه د پاکستان دپارلمان په پریکړه کې راغلي چې دوی د سعودي د امنیت ساتنه خپل فرض بولي، که چیري د سعودي ځمکني حریم او یا حرمینو شریفینو ته څه تهدید مخ شي، نو پاکستان به د سعودي ولس سره څنګ په څنګ ودریږي.

د پاکستان حکومت د پارلمان ددې پریکړي په اړه ډیر څه نه دي ویلي ، بس همدومره یې ویلي چې دوی د پارلمان دغه پریکړي ته ځان ملزم بولي.

سعودي د تیري میاشتي مارچ په ۲۶ باندي په یمن کې د حوثي شیعه ملیشو په خلاف د لسو هیوادونو په پوځي ملاتړ بمبار پيل کړ،  چې اوس یې دریمه اونۍ پيل شوي، او پر ځمکه باندي حوثیانو نور هم پرمختګ کړی، او د یمن تر دوهم لوی ښار عدن پوري رسیدلي دي او د ښار دننه د ولسي ملیشو سره په جګړه بوخت دي.

سعودي په عدن کې ولسي ملیشو ته سپکې او متوسطي وسلې ور غورځولي، او هڅه کوي چې د هغوی په واسطه عدن ښار د حوثیانو او د پخواني ولسمشر علي عبد الله صالح پوځي ملګرو څخه خالي کړي.

سعودي فکر کوي چې ایران او روسیا په یمن کې د حوثي شیعه ملیشو ملاتړ کوي، او غواړي چې د یمن له لاري د خلیج امن ته ګواښ جوړ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

پریږده چی د پاکستان منافقت لا نور هم معلوم شی

محمدصادق

پاکستان یو داسی نیالگی ده چی انگریزانو کرلی انگریزانو اوبه کری انگریزانو یی پالنه کری نو له پاکستان نه دمسلمانانولپاره تعاون یا مدد غوشتل به داسی وی لکه په امریکایانو دحرمین الشریفین ساتل

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx