نړۍ

مراکش: په ترافیکي پيښه کې تر ۴۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله رسیدلې – ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): نن د جمعې په ورځ د مراکش په جنوبي برخه کې د دوو لویو موټرو د جنګېدو په ترڅ کې ۳۱ تنه وژل شوي او نهه کسان نور ټپیان شوي دي.

د تفصیلاتو سره سم د مراکش څخه یوه خبري اژانس نن خبر وکړ چې ددغه هیواد په جنوب کې د طانطان په نامه سیمي ته نیژدې یو مسافر وړونکی بس موټر د یوه باروړونکي لوی موټر سره وجنګېد، چې له کبله یې ۳۱ تنه مړه شول، او نهه تنه نور ټپيان شول، چې د ځینو روغتیايي حالت یې د اندیښنې وړ دی.

د پيښي د قربانیانو په اړه ویل کیږي چې اکثره یې ځوانان دي، او د هیواد په شمالي برخه کې د فوټبال په سیالیو کې د برخي اخیستني وروسته خپلي سیمي ته روان وه چې د یادي پيښي سره مخ شول.

د مراکش د صحت د ادارې یوه مسؤول السماره محمد عزاز رسنیو ته ویلي چې هر کال په مراکش کې د ترافیکي پيښو له کبله څلور زره (۴۰۰۰) کسان وژل کیږي ، او هره ورځ ۱۲ تنه وژل کیږي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې هم د ترافیکي پيښو په افسوسناکه پيښو کې هر کال په زرګونو کسان مړه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x