نظــر

دافغان مړیو له بی حرمتي دهغوئ له ماشومانوڅخه ترناوړه استفادې پوري

boy and a grilپرون دچارشنبې په ورځ د The Sun بریتانوۍ   ورځپاڼې  دخپل  خبریال  JOHN KAY په قلم لیکل شوی  داسې  رپوټ خپورکړ  چې په افغانستان کې دووبریتانوي پوځیانو، يو افغان هلک او يوه ١٠ کلنه نجلۍ دې ته هڅولي، ترڅو د هغوئ  د بدن حساس ځایونه  لمس ، او وروسته   هغو دواړه  د دغه  سات تیري  وېډيو خپلو نورو ملګروته هم ورښکاره کړي.

په تیره یوه اونۍ کې دبهرنیو یرغلګروځواکونو له خوا دا دومه زړه بوږنوونکې ویډیوده چې دافغان ولس داحساساتو زخمي کولو اودهغوئ داسلامي مشاعرو دځورولو په غرض خپریږي .

دیرغلګرو بهرنیانو لخوا په افغانستان کې په تیرو لسو کلونوکې په سلګونوداسې وحشیانه پیښې ترسره شوې چې دانسانیت لپاره شرم او په ټولو دیني او وضعي قوانینوکې سخت جرم بلل کیږي .

په کال ۲۰۰۳ کې په کابل کې ۵ تنوجرمني پوځیانو دافغان مړیو په ککریو(جمجمو) باندې دتوپ بازي په ډول لوبې وکړې  اودلوبې په پای کې له هماغو ککریوسره یادګاري تصویرونه په داسې حالت کې واخیستل چې یوه  پوځي يې همدغه ککرۍ له خپل تناسلې آلت سره نیږدې نیولې وه .

په کال ۲۰۰۵ کې امریکايي یرغلګرو د وروزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د دوتنو افغانانو له وژلو وروسته  په عام محضرکې دهغوئ په جسدونو سوځوونکې مواد وشیندل او اوریې ورباندې بل کړ.

په کال ۲۰۰۸ کې  دکونړ او هلمند په ولایتونوکې  امریکايي پوځیانو  دمسلمانانو ترټولو مقدس کتاب قرآن عظیم الشان دهغه د سپکاوی  په غرض دکثافاتو په فاضله دانۍ کې په قصدي توګه وغورځاوه.

په تیر۲۰۱۰ کال کې امریکايي ځناورو په کندهارولایت کې یوتن افغان زلمی یواځي دخپل سات تیري  اوتفریح په غرض شهید اوبیايي دهغه له په وینورنګ جسدسره دیادګارۍ انځورونه واخیستل .

دتیرې پانشنبې په ورځ په یوټیوب کې داسې ویډيونشر شوه چې څلورتنه امریکايي پوځیان د دریوتنو وژل شویو افغانانو په مخونو باندې بولې کوي اود دوئ بل ملګری  یې په خنداخنداکې  ددغې وحشیانه کړنې عکاسي کوي .

بهرنیو یرغلګرو په افغانستان کې دسولې دټینګښت په نوم په تیرو لسو کلونوکې په زرګونوداشانې وحشیانه او غیرانساني کړنې په پټه او ښکاره ترسره کړې .

هغوئ  له تصویري رسنیو په پټه کې  په خپلو سري زندانونو اویادخپلو پوځي عملیاتو په مهال  په کلیوالو سیموکې  ډیر داسې اعمال ترسره کوي چې دغه  وحشیانه  کړنې ورته هیڅ هم نه ښکاري  ،خوداچې ولي هغوئ مشخصا دغه څو پیښې  دخپلو رسنیو له لوري افشاءکړې  هغه  ددې لپاره  چې دافغانانو احساساسات   ورباندې  زخمي اوغروریې ترپښولاندې کړي .

افغان پردي پال چارواکي  چې خپله بقاء دخپل ولس په دغه شان تحقیر ونواو سپکاويو کې ویني همدغو یرغلګروته  په افغانستان کې  لاترډیره وخته دپاتي کیدو بلنه ورکوي او دولس دتیرایستلو په خاطر د یرغلګرو  دغه شان  وحشیانه کړنې  یواځې  د تشریفاتي اعلامیه په صادرولو سره غندي .

دسولې اودیموکراسۍ د دروغجنو مدعیانو دغه  وحشیانه کړنې که له یوې خوا دهغوئ  دوحشت  اواخلاقي  فقر ښکارندوینه کوي  له بلې خوا دمظلومو افغانانو په زړونوکې  دهغوئ  په خلاف  دپاڅون او مقابلې روحیه لا پیاوړې کوي .

که خدای کول نور هغه وخت  رالنډشوی چې  مظلوم افغانان به  دخپلو مقدساتو  اوخپلو ځوریدلو وطنوالو ددفاع  په معرکه کې  په یرغلګرو بری ترلاسه کوي  او نني یرغلګربه  دپرونیو هغو په څیر په مختوري  ډول  له ملکه شړي  .

ان شاء الله  وماذالک علی الله بعزیز.

 

شاهد (غزنیوال)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x