افغانستان

غزني: د سړک د غاړي ماین ۱۲ ولسي وګړي وژلي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د غزني ولایت د خوږیاڼو په ولسوالۍ کې ۱۲ تنه ملکي وګړي هغه وخت ووژل شول، کله چې د چارواکو په وینا منۍ ډوله موټر یې په ماین ور برابر سو.

د غزني د والي مرستیال محمد عالي احمدي رسنیو ته ویلي چې پيښه نن سهار لس بجې هغه وخت را منځته شول، کله چې د قربانیانو یو ټونس ډوله موټر د قره باغ ولسوالۍ څخه د خوږیاڼو ولسوالۍ په لور روان وو، چې د ده ملا په نامه سیمه کې یې موټر د سړک د غاړي پر مین وختی، چې له کبله یې یاده مرګ ژوبله واوښته.

نوموړي ویلي چې په موټر کې د شپږو تنو ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۲ تنه ملکي وګړي سپاره وه.

هغه د پيښي پړه پر طالبان واچول، او زیاته یې کړه چې په دغه سیمه کې طالبان واکمن دي. خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ghazni_roadside_bomb (2)

ghazni_roadside_bomb (1)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x