انجنر صیب نور دې دوران تیر دي!

gulbadeen hikmatyarپرون  یوه  ملګري   دانجنر ګلبدین  حکمتیار صیب  دمرکې  یوڅه  هغه برخه  چې  تازه  يي  له  افغان اسلامي  اژانس  سره  کړي  رالیږلي  وه  ، دملګري  دازړه  وو چې  وي  لولم  اویوڅه  پرې  ولیکم ، ما هم مرکه ټکي  په  ټکي  ولوستله  ، زیاتره  توري  اوجملي  پکې  تکراري  اوهغه  زړې  ببولالي  وي  چې  انجنر  صیب  یي  ډیرې  مودې  راهیسي  وايي  !ٔ  منتها څه  نوي  ټکي  پکې  داوه  چې  هغه  داځل په طالبانو باندې خوله  راخلاصه  کړي 

اوله  خبرو يي  داسې  بریښيدله  چې   په  ځانګړي  ډول  (قطر) کې  دطالبانو سیاسي  نمایندګي  او دنړیوالو له لوري   دطالبانو په  پوځي  اوسیاسي  قوت  اعتراف   ، حکمتیار صیب  سخت  نارامه  او پریشانه  کړی ترکومه  ځایه  چې  ماته  ښکاره  شوي   انجنر  ګلبدین  حکمتیار دخپل  کریک  اوخودخواه  مزاج  او عادت  له  مخې  هیڅوک   هم  په  کرار نه   پریږدي  ، خپل   نیښ   اوچیچونکي  لسکه  ورپسي  راباسي اوکه څوک پرې  نه  لګیږي  دده  طاقت  نه  کیږي اودمغزو یونوعه  چینجی يي په حرکت  راځي او خوله  وراچوي.  څومره  چې  دتیرې یوې لسیزي  راهیسي  ماته  معلومه  شوي ، طالبانو په ځان سخت  بوج راوستی ترڅو له انجنر سره  ځان  په  جوال کې  وانه  چوي اوهسي  ځان لده سره  په  ناندریو مصروف  ونه  ګرځوي ، ځکه  یو خو انجنر صیب  سخت  فارغ  او تیار همدغو تاویلي  اومایلي  ته  ناست  دی اوطالبان خو بیا له  شک  پرته  یو ستر انقلاب  رهبري  اوپرمخ  بیايي او له  بلې  خواکه  طالبان  دانجنر هرې  خبري  اوټکراوته  ځواب ووايي کیدای شي  انجنر ته  یو حیثیت  هم حاصل شي ، اوس  مې  هم  دطالبانو ویندویانو اوچارواکوته  همدامشوره  ده  چې  دانجنر له خیر اوشر نه  همداسې  توبه  ګار ووسي   که  هرڅه  وايي  غوږ دې  نه  پرې  ګروي زما په یاددي  ، شل کاله  مخکې کله چې دهجرت  په  کور (  پیښور ) کې  دانجنر حکمتیارارګاه  بارګاه  دپاکستان دوخت  څارګري  شبکې ( ای  اس  ای )  فعاله اوخودسره ساتلې  وه   او په سلوکې يي  ۶۰ فیصده  راشن  ټول دده  ډلې  ته  په خولې  کې  وراچاوه ، نو دانجنر  صیب  دامنیت  ډلګیو دترور اوګواښ  مختلف  بانډونه  ګمارلي  وو ، ترڅو هغه  افغانان  چې  دانجنر له  مزاج  اودیکتاتوری  نه ازاد وو او ګواښ  يې  ترې  محسوساوه ، ارومرو به  يي  ترورول . په  هغه  وخت  کې    دافغان  ملت  ، ستمیانو  اوکمونیستانوټاپه  انجنر خیلو  تیاره  په  جیب  کې  ګرځوله  ، هماغه  وو چې  ډیرئ  اهل  دانش  اودمسلکي  پوهي  خاوند افغانان    دانجنر  دقتل  اوترور فتوا !! مجبورکړل   چې  خپل عفت  اوعصمت  وپلوري  اوپه نتیجه کې   ځان  غرب  او اروپاته  ورسوي ، دانن  چې  له  امریکایي  ، برتانوي  اوکانډايي  پوځیانو سره  یوځاي   له  دغو هیوادونو څخه   افغان ډوله  څیري  دژباړونکو او مشاورینو په  نامه  راغلي  او دافغانانو په  مرګ  ، بې  عزتی او شکنجوکې  برخه  اخلي  او ترجمي  يي  کوي  ، دنورو یولړ لاملونوترڅنګ  یو مهم  عامل  دانجنر  صیب  هغه  فتوا  هم  ده  چې  دهجرت  په  وخت يي  ددغو افغانانوپه  خلاف په  ډیرې  بیدردی  وچلوله  اوخلک  يي په  لوی  لاس  له یو ه اسلامي  ماحول  اودیار نه  محروم اودګمراهی  غیږ  ته  وروغورځول . دانجنر صیب   دغه  خودخواه  فتوا چې  کله  له عام  ولس   ستړې او  فارغه  شوه ، نوبیا يي  خوله  اوتوره په  هغو  جهادي  قومندانانو او علمای  کرامو پسي  راواړوله  چې  انجنر  ته  ګواښ  اوخطر معلومیدل ، دیوې  شمیرې  له  مخې  تنها  دمولوي  محمدنبي  محمدي  داسلامي  حرکت  دګوند مخور او زبده  قومندانان  چې   دانجنر    په  فتوا په  پاکستان  او افغانستان  کې  وژل  شو ي ،  دوه  سوه  تنو ته رسیږي ، داچې  دجمعیت اوشورای  نظار په  نامه  به  يي  څومره  خلک  اوقومندانان وژلي  وي  ، هغه  خو له حساب  وتلې  خبره ده ! زه  تعجب  کوم  چې که  هرڅوک  دبې  ګناه  خلکو  دمرګ ژوبلې  خبره  رااوچتوي  او ځان سپینوي  ، انجنر صیب ، خودې  هیڅکله  هم  دغه  خبري  نکوي  ، تنها په  کابل  کې  دنولس سوه او نوى   په  کلونوکې   چې  یولک  اوشل  زره  تنه  بیګناه  کابل  ښاریان  ووژل  شول  ، شل  زره  که  شورای  نظار وژلي  وو، یولک  تنه  خويي  له شک اوتردیدپرته  دانجنر  صیب  دړوندوتوغندیو په  ترڅ  وژل  شوي  چې  له یوې  مخې  به    يې  له  چهاراسیاب  اوشاوخوا غرونو څخه  دکابل  ښار په  مسکوني  علاقو ور شلیک کړل اوبې وزله ښاریان  به  يي په خپلو کورونوکې  په  خپلووینو ولړل اوپه زرهاووتنه  دخپلو جونګړو لاندې  مړه  پاتې  شول  ، اوکابل  ښاريي  په  کنډواله  بدل  کړ. په  افغانستان  کې   دپاټک  سالاري  او دبیت المال  دچوراوچپاول  منحوس  کلچر  دحکمتیار دتوپکمارو اوملیشو له  خوا رامنځته  شو، دحکمتیار (  قلم  ، چمن  اوزرداد)  نیالګي  ووچې  دکابل  په لویو لاروبه  يي  په  تربیه شووانساني  سپیانو عام ولس  اومسافر داړل ، دښځو له لاسو ، ګوتواو غاړوڅخه  به  يي  زیورات  خلاصول  او له  نارینه  څخه  به  يي  که  نور څه  نه  وو، دلاس  ساعتونه  ، کورتیاني  او واسکټونه  ایستل  او پاکستان  چې  دافغانستان  دفابریکو ، ټانګونو ، توپونو اوپه  قیمتي  تولیدي  ماشینونومالامال  او دکباړ په بیه  پرې  وپلورل  شول  داکار دانجنر صیب  دخاصو ملیشو اوکباړیانو  کار او دنده  وه . بیا چې  کله  طالبان  رامنځته  شول  دهغوی مخې  اومقابلې ته  یو ګوند هم  په  کندهار، زابل ، غزني  اومیدان وردګوکې  ونه  درید، پرته  دانجنر صیب   ،  له  سرکاتب  خیلو، زردادیانو او کشمیریانو څخه  ، انجنر صیب  له  خپل  شکست  او رسوایي  سره سره  بیاهم  په  کرار کښینناست   تبلیغاتوته  يي  زورورکړ، کله به يي  طالبان  دانګریزانو پروژه  بلله  ، کلله  به  يي  ملامحمدعمر مجاهد اودطالبانو مشران  پخواني  کمونیستان  بلل ، کله  به  يي دګاونډیانو سري پوځ باله ، کله به  يي  دظاهرخان  خاص عسکریادول ، خوچې  طالبانو کابل  ونیو، نه  چا ظاهرخان  ولید، نه  له  انګریزانوسره  روابط  اونه  هم  دکوم  ګاونډي  هیواد دخاص  فرمایش  تطبیق . دانجنر صیب  دغه  ادعا چې  دامریکایانو په  ضد دده  ډلې جهاد پیل کړی، سړي  ته  سخته  خنداورولي ، هی هی !!! کومه  ډله  او ټپله  چې  دانجنر صیب  په  حکم  له سره  ترپښو دامریکایانو په  اجیره  اداره کې   مدغم  اوورننوتل  ،  ۴ وزارتونه  يي  خپل  سهم  ترلاسه  کړ، په  پارلمان  کې  په  ۲۵ چوکیو کیناستل  او حکمتیار  صیب  له  شمشتونه  ورته  دبراات  دعاګاني  شروع کړي ، چې  که   ( حزبیان )  له  امریکایي  اداري  سره  په  خپلو دفترونو کې  په اصطلاح  له  جهاد سره  مینه  کوي  ، دانجنر په  خبره شاید دايي  دبراات  ذریعه  وګرځي  ، بله  خبره  داده  چې  انجنر  صیب  په  کوم  پوځ  اومجاهدینو دعوه  کو ی چې  جهاد هغه  شروع  کړ ، دشمشتو  ۲۴ تنه  محصلین  یادوي  که  دشیګل  ددری  ۲۰ نفره کشمیریان ، همدااوس  چې  چیرته  اربکیان   امریکایانو جوړکړي  ، ټول  دانجنر  صیب  پخوانی  ملیشي  او پاټکوال دي  ، انجنر  دې  ووايي  چې  دده  مهمه  اوصریحه  جبهه  چيرته  فعالیت  کوي  او خپل  شین  بیرغ  دافغانستان  په  کو م  سنګر  کې  رپوي؟ !!نړی  هم  په  دې  پوهیږي  چې  انجنر صیب  کوم  پوځي  اوسیاسي  قوت  لري ؟  او دافغانستان  په  کومه   سیمه  کې  خارجي  قواوو ته  مزاحمت  جوړکړی  ، همدغه  علت  وو چې  په  دې  ورستیوکې  دی  بې  چاره  نړی  بلکل  له  سیاسي  کتاره  وویست  اوخوارزاريې پریښود ، نو په  ډیره  عجله  يي  یو عاجل  پلاوی  کرزي  ته  ولیږه  ، چې  دخدای  لپاره  ، نړی  خو طالبان  په رسمیت  ومنل  ، په قطرکې  يي  دسیاسي  دفتر  اجازه  ورکړه  ، مونږ  خوارکیان  څه  وکړو؟ رازی  چې  مونږ اوتاسې  خو مذاکرات  وکړو . دکابل  اداري  مشر کرزي  هم  ورته  وویل  چې  کاکا، طالبانو خو ان  زمونږ په  ادار ې   او دسولي  په  شوراهم  خیال  رانه  وړ اومخامخ  امریکایانو سره  په  خبروکیناستل  او خپل  دریځ  اوموقف  يي  ورته  په  ډاګه  ووایه  ، نو مونږ  او تاسې  دواړه  مظلومان  یو رازی  چې  په  ګډه  سره په  چیغو چیغو وژاړواوساندي  ووهو!!زما  خوپه  خپله   انجنر صیب  ته  همدامشوره  ده  چې  دوران  دې  نورتیر دی ، ته  که  دافکرکوي  چې  بیابه  حزبیان  ستازورځواکي  ته   تسلیم  اوغاړه  کیږدي  اوڅه  چې  ورته  وايي  هغه  به  ومني  ، لویه  اشتباه  کوي  ، حزبیان  دې  اوس  په  کابل  اداره  کې  ښه  پوستونه  او لوړډالري  معاشونه  لري  ،  ناشوني  ده  چې  دهغو په  جای  ستا ببولالو ته  غوږ کیږدي  او په  وچ  میدان  کې  پرې  لامبوووهي  ، زما مشوره  درته  داده  چې   غلی  او خاموشه  کینه  یونیم  کتاب  میتا ب  لیکه  ، خوهغه  هم  دخپلې  انجنری  په  دایره  او معلوماتوکې  ، اوس  داسې  خبر شوی  یم  چې  په  امام  بخاری  رح پسي  دې  هم  رااخیستي  ، اجماع  دامت  اوقیاس  خو دې  څوکاله  مخکې  لا داستنادمرجع  نه  بلله   !!! نو پوه شه  ! که  ستا دغه  رنګه دیني  خودسری  اوانحراف روان  وي  ، دازیری  مې  واوره  چې  علمای  کرام  اومشایخ  به  مجبوریږي  څودې  په حق  کې  یوه  قاطعه پریکړه  وکړي   !!/

عبید تنویر

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د