fbpx

ای پي ایل: راجستان د پنجاب لوبډلې ته په ۲۷ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، وری ۲۲مه ۱۳۹۴ل): د انډین پریمیر لیګ دریمه لوبه د راجستان رویالز او کنګز الیون پنجاب لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې راجستان د پنجاب لوبډلې ته په ۲۷ منډو ماتې ورکړه.

پنجاب لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ اچونې پریکړه وکړه. راجستان ټاکل شوي شل اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۲ منډې جوړې کړې.

د راجستان لوبډلې لپاره سمیت په ۲۳ توپونو ۳۳، هوډا په ۱۵ توپونو ۳۰ او فالکنر په ۳۳ توپونو ۴۶ منډې جوړولو سره غوره توپ وهوونکي ثابت شول.

د پنجاب لوبډلې لپاره انوریت سینګ خپل ۴ اورونو کې ۲۳ منډې او درې ویکټې، جونسن خپل ۴ اورونو کې ۳۴ منډې او دوه ویکټې او سندیپ شرما خپل ۴ اورونو کې ۱۹ او یوه ویکټه واخیسته.

د پنجاب لوبډلې توپ وهوونکي د هدف په پوره کولو کې پاتې راغلل. پنجاب لوبډلې خپل ۸ ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۳۶ منډې جوړې کړې.

د پنجاب لپاره ویجې په ۳۲ توپونو ۳۷، پټېل په ۲۸ توپونو ۲۴، بيلي په ۱۸ توپونو ۲۴ او مېلر په ۲۱ توپونو ۲۳ منډې جوړوې کړې.

د راجستان لوبډلې لپاره فالکنر درې او سوتي دوه ویکټې اخیستلو سره تر ټولو غوره توپ اچوونکي ثابت شول. فالکنر خپل ۴ اورونو کې ۲۶ او سوتي خپل ۴ اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د