نړۍ

هيلري کلنټن راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته نومانده شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا د پخواني ولسمشر بېل کلنټن مېرمن او د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره هيلري کلنټن راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته نومانده ده.

امريکايي رسنۍ وايي، چې آغلې کلنټن به دغه اعلان سبا يکشنبه د خپل ټويټر پيغام له لوري وکړي.

۶۷ کلنه هيلري کلنټن سبا د ټولنيزو رسنيو له لارې په خپل ويډيويي پيغام کې د ديموکرات ګوند له لوري ولسمشريزو ټاکنو لپاره د نوماندۍ اعلان کوي او له هغې وروسته به لوا ايالت څخه د راتلونکي ۲۰۱۶ز کال د ولسمشريزو ټاکنو لپاره خپل کمپاين پيلوي.

کارپوهان وايي، چې آغلې کلنټن خو ولسمشريزو ټاکنو ته خوشبينه ده، مګر ځمکني حقايق به وروسته څرګند شي، چې امريکايي ولس نوموړې ته رايې ورکوي کنه.

هيلري کلنټن د ۲۰۰۸ ولسمشريزو ټاکنو کې هم هڅه وکړه، چې ولسمشرۍ ته نومانده شي، مګر ديموکرات ګوند بارک اوباما خپل نوماند اعلان کړ او نوموړې له ليسته وويستل شوه.

آغلې کلنټن د خپل مېړه او پخواني ولسمشر بل کلنټن د واکمنۍ پر مهال په سياسي چارو کې ډېره فعاله وه، له هغې وروسته څو کاله د امريکا د مشرانو جرګې غړې وه او ۲۰۰۸ ولسمشريزو ټاکنو کې چې ديموکرات ګوند د هيلري پر ځای بارک اوباما خپل نوماند اعلان کړ، د ديموکراتانو واک ته له رسېدو وروسته آغلې کلنټن د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې په توګه وټاکل شوه او نوموړې تر ۲۰۱۳ز کال پورې پر دغه څوکۍ دنده تر سره کړه.

د شننونکو په اند ديموکراتانو لپاره له هيلري کلنټن غوره نوماند نه شته او له څو کاله دمې وروسته کولای شي، چې امريکايي سياست کې د خپل مقام ګټلو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

د جهموري پلوو له لوري د درې کسانو ټيډ کروز، راڼد پال او د فلوريډا د پخواني والي جيب بوش نومونه په رسنيو کې تر سترګو ګيږي.

د جيب بوش پلار او ورور هم د امريکا پخواني ولسمشران پاتې شوي دي.

۱۹۹۲ز کال کې د جارج بوش او بېل کلنټن تر منځ د ولسمشريزو ټاکنو سيالۍ کې بوش ماتې خوړلې وه او د بېل کلنټن له اته کلنې واکمنۍ وروسته ۲۰۰۰ز کال کې د مشر بوش زوی جورج ډبيلو بوش د امريکا ولسمشر وټاکل شو او دوه وارې يې ولسمشريزې ټاکنې وګټلې او ۲۰۰۸ز کال پورې نوموړی د امريکا ۴۳ولسمشر و او اوس کېدای شي يو ځل بيا د نوموړي کشر ورور اود فلوريډا پخوانی والي د جمهوري پلوو له لوري د ولسمشرۍ نوماند شي.

د کارپوهانو په اند که جېب بوش د جمهوري پلوو له لوري ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند شي، نو امريکا کې به يو ځل د کورني او ميراثي سياست په اړه بحثونه پيل شي.

د پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش د واکمنۍ پر مهال د امريکايي کانګريس ځينو غړو غوښتنه کړې وه، چې د ولسمشر زوی بايد د هېواد ولسمشر نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x