هند د فرانسې څخه ۳۶ جیټ الوتکي رانیسي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د هند لومړی وزیر نریندرا مودي دا وخت په فرانسه کې دی، نوموړی د فرانسې د ولسمشر فرانسو هولاند سره تر لیدني وروسته وویل چې هند به ډیر ژر د فرانسې څخه د «رافا» جیټ الوتکي وپيري، تر څو خپل د هیواد هوايي دفاع په قوي کړي.

نوموړي وویل چې ما د ولسمشر هولاند څخه وغوښتل تر څو پر هند باندي د استخدام لپاره تیاري ۳۶ جیټ الوتکي خرڅي کړي.

مودي وویل چې ددوی دفاعي او امنیتي ادارې به په دې اړه نور بحث ته دوام ورکړي.

د فرنسوي جیټ الوتکو جوړونکی شرکت «داسو» په دې وروستیو کې د مصر سره هم د ۲۴ الوتکو عقد امضا کړ.

د رسنیو په قول کیدای شي ددې عقد قیمت څلور ملیارده یورو ته ورسیږي، په داسي حال کې چې د یوې غیر مسلحې جیټ الوتکي قیمت ۱۱۰ ملیونه یورو دی.

د هند حکومت غواړي چې دغه الوتکي ژر تر ژره د استخدام لپاره تر لاسه کړي، تر څو خپله دفاع په پیاوړی کړي، کومه چې اوس د روس پخوانۍ الوتکی میګ ۲۱ او میګ ۲۷ کاروي.

هند د نړۍ په سطحه لومړی هیواد دی چې په خپل دفاعي بجټ باندي زیات مصرف کوي، د فرنسا او هند تر منځ لومړی ۱۰۸ رافال الوتکو خبره کیده، په داسي توګه چې فرانسه به په هند کې شرکت جوړوي، او هلته به د خپل جیټ الوتکو د راټولوني، جوړوني او بیا ترمیم چاري پر مخ بیايي، چې په دې توګه به دغه ټیکنالوژی هند ته انتقالیږي.
هند چې د خپل ګاونډیو هیوادونو پاکستان او چین سره سمي اړیکي نه لري، لومړي وزارت ته د مودي تر رسیدو وروسته هڅه کوي چې ژر تر ژره خپله دفاع قوي کړي، او خپلي پخوانۍ وسلې په نویو پرمختللو وسلو بدلي کړي، او ویل کیږي چې له دې لپاره یې سل ملیارده ډالر مخصص کړي.

هند د فرانسې څخه د ایټمي طاقت شپږو بټیو د رانیولو تمه هم لري، کوم چې به هند ته لس زره میګاواټه برق ورکړي.

مودي چې نن ورځ په فرنسا کې د ایر باص الوتکو جوړونکي شرکت ته روان دی، هیله لري چې د فرانسې تاجران او د شرکتونو مالکان او دفرانسې قیادت هند ته توجه زیاته کړې او هلته د استثمار تر څنګ اوروپايي ټیکنالوژی تصدیر کړي.
نوموړي وویل ې زه ډیر خوښ یم چې فرانسې ته راغلی یم، تر څو مونږ په هغه صنعتي پروګرام کې پرمختګ وکړو چې پر منتوجاتو یې لیکلی وي، په هند کې جوړ شوی، خصوصا په دفاعي صناعت کې.
د هند لومړی وزیر مودي د فرانسې وروسته جرمني ته ځي چیري چې به د ددغه هیواد د ولسمشري انجیلا میرکل سره ووینی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د