افغانستان

د افغانستان په جنوب کې یو بهرنی سرتیری وژل شوی

army injured in afghanistanنن ټکی آسیا: د افغانستان په جنوب کې د بهرنیو عسکرو یو سرتیری ووژل شو.
نن په کابل کې د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې وویل شول چي تیره ورځ د افغانستان په جنوبي سیمه کې د یوې چاودني له امله د ایساف یو بهرنی عسکر ووژل شو.
په خبرپاڼه کې د وژل شوې عسکر هویت او د پيښي دقیق ځای نه دی څرګند شوی.

باید وویل شي چي تیره ورځ د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې د کجکي ولسوالۍ په اړونده سیمه کې د بهرنیو او افغاني ځواکونو پر یوه ګد کاروان باندي سرښندونکی برید شوی وو، چي ځایي چارواکو په کښي د لسو تنو عامو وګړو، او دوو تنو پولیسو د وژني خبر ورکړی وو.
ددې برید مسئولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی، خو د طالبانو له خوا په یوه خبر کي ویل شوي چي تیره ورځ د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ په اړونده سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر موټر باندي چاودنه تر سره شوې وه چي په کښي سپاره کسان ټول وژل شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x