نړۍ

بلوچستان: په وسله وال بريد کې شل کارګران وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان بلوچستان ايالت تربت سيمه کې ناڅرګند وسله والو پر کاګرانو ډزې کړي، چې له امله يې ۲۰ تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د تربت ولسوالۍ چارواکي وايي، دغو کارګرانو سهراب اوبو ډېم کې کار کاو، چې تېره شپه يوه نيمه بجه پرې ناڅرګندو وسله والو ډزې وکړې.

د چارواکو په وينا وژل شوو کې شپاړس تنه د پنجاب ايالت صادق اباد او څلور نور يې د سند ايالت حيدر اباد ولسوالۍ دي.

راپورونه وايي، چې د پېښې قربانيان سيمه ييز روغتون ته لېږدول شوي دي.

د تربت کمشنر وايي، چې اته امنيتي ځواکونه د مزدورانو په ساتنه ګومارل شوي وو، مګر د بريدګرو د زيات شمېر له امله يې د هغوی د بريد مخنيوی ونه شو کړای او بريدګر په تېښته بريالي شول.

د کمشنر په وينا سيمه کې يې د شکمنو بريدګرو پلټنه پيل کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې تربت د بلوچستان په هغو سيمو کې شمېرل کيږي، چې وسله وال بريدونه او چاودنې په کې زياتي پېښيږي او پخوا هم دې سيمه کې پر پنجابي او نورو کارګرانو بريدونه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x