نړۍ

د ننګرهار په برید کې وژل شوی امریکايي عسکر ونومول شو

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۲۲مه، ۱۳۹۴ل):دغه عسکر چې جون ایم ډاوسن نومیده، د امریکا ماساچوست په نامه ایالت کې د وایټنسویل په نامه کلي اوسیدونکی وو.

نوموړی د ۲۲ کلونو وو، په جلال اباد کې هغه وخت ووژل شو چې د امریکا د دفاع وزارت په وینا یې د امریکايي چارواکو ساتنه کول.

ماساچوست د امریکا په ختیځ ایالتونو کې شمېرل کیږي، ددغه ایالت لوی ښار بوسټن دی.

نوموړی خپل په کلي کې لومړنی امریکايي عسکر وو چې د افغانستان په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، د هغه په یاد د کلي خلګو امریکايي بیرغونه ځوړند کړ، او ژور خفګان یې وښودی.

جون ډاوسن درې کاله تر مخه پوځ ته جلب شوی وو، او دا یې د امریکا څخه بیرون لومړنۍ دنده وه چې تر سره کوله یې، هغه درې میاشتي مخکې افغانستان ته را لیږل شوی وو.

باید وویل شي چې د تیري چهارشنبې په ورځ (وري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل) د ننګرهار د ولایت په مقام کې دننه د محمد عظیم په نامه یوه افغان عسکر پر بهرنیو ځواکونو ډزي وکړې، چې له کبله یې یو تن امریکايي عسکر مړ او ۷ نور ټپیان شول.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close