افغانستان

جولن آلن: د کجکي غوندي پيښي به طالبان د سولي د مذاکراتو څخه جلا کړي

jon Allenنن ټکی آسیا: د ناټو قواوو عمومي قومندان جنرال جان آلن د هلمند ولایت د کجکي په ولسوالۍ کې د تیري ورځي برید غندلی او زیاته کړې چي د طالبانو دا کارونه به هغوی د سولي د مذاکراتو څخه جلا کړي.
د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چي په افغانستان کې د ناټو د قواوو په استازیتوب جنرال جان آلن دغه پيښه وغندله او د پيښي قربانیانو ته يې خپله خواشیني څرګنده کړه.

باید وویل شي چي تیره ورځ ماسپښين مهال د کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا پر ګډو ځواکونو سرښندونکی برید ترسره شو، چي له کبله يې دغو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چي په کښي امنیتي چارواکو ویلي وه چي لس تنه ملکي وګړي مړه او دوه تنه پولیس مړه او تر شلو زیات ټپيان شول.
خو د طالبانو ویاند چي ددي پيښي مسئولیت يې په غاړه اخیستی، ویلي چي تیره ورځ د کجکي ولسوالۍ په ازان کښتۍ سیمه کې یو طالب سرښندونکی پر ګډو ځواکونو برید تر سره کړ، چي په کښي لس تنه بهرني او پنځه تنه کورني عسکر ووژل شول.
خو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي په اړه نومړي ویلي چي د چاودني وروسته بهرنیو ځواکونو پر ملکي کسانو ډزي پیل کړې، چي له امله يې زیات شمېر ملکي وګړه مړه او ټپیان شول.
باید وویل شي چي د جنرال جان آلن دا څرګندوني چي طالبان به په داسي کړنو د مذاکراتو د بهیر څخه جلا سي، په داسي وخت کي کیږي چي خپله طالبانو په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي چي دوی به هیڅ کله خپلي رواني وسله والي مبارزي ته د پای ټکی کښي نه ږدي، او نه به د افغانستان اساسي قانون ومني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x